منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يو ډاکټر: پر داوود خان روغتون له بريده مخکې برېښنا لاړه او مخفي کمرو فعاليت پرېښود

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د کابل د سردار داوود خان روغتون له بريده روغ وتلى ډاکټر وايي چې له بريده څو شېبې مخکې برېښنا لاړه او مخفي کمرو فعاليت پرېښود، ځکه دى شک کوي  چې له بريدګرو سره داخلي مرسته شوې ده.

دغه ډاکټر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، دغه څرګندونې د کب په ١٩مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

پرون سهار يوې ډلې ځانمرګو بريدګرو دکابل پر سردارمحمد داوود خان (٤٠٠ بستريز) روغتون ډله ييز بريد کړى و چې تر اوو ساعتونو جګړې وروسته پنځه بريدګر په کې ووژل شول.

د ملي دفاع او عامې روغتيا وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې د ډاکټرانو، ناروغانو، کارکوونکو او پايوازانو په ګډون ٣١ تنه وژل شوي او شاوخوا ٧٠ تنه نور ټپيان دي.

داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلى دى.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه استخباراتي ادارو دا نه ده معلومه کړې چې بريد د کومې ډلې لخوا شوى، خو په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د کابل د سردار داوود خان څلورسوه بستريز روغتون ياد ډاکټر وايي، دوى په خپلو دندو  بوخت وو چې ناڅاپه يوې قوي چاودنې  دروازې او کړکۍ وخوځولې.

هغه زياته کړه: ((موږ فکر وکړ چې زلزله ده، چاودنه ډېره قوي وه، زموږ د شعبې يو همکار بهر ووت، چې وګوري څه خبره ده، خو په څو شېبو کې په ډېرې وارخطايۍ سره بېرته راغى او ويل يې چې بريد شوى، خو چا يې په خبرو باور نه کاوه.))

د دې روغتون له پروني بريد څخه روغ پاتې دا ډاکټر شکمن دى چې له دغو کسانو سره به له   داخله مرسته شوې وي.

نوموړى وايي، په دې ورځ د روغتون يو شمېر لوړپوړي او ټيټ پوړي کارکوونکي او ډاکټران هم نه وو راغلي، خو زياتوي چې تر پلټنو وروسته به هرڅه روښانه شي.

د هغه په وينا، په روغتون کې هر لوري ته مخفي کمرې دي، تالاشۍ زياتې دي، خو له بريده مخکې د روغتون برېښنا لاړه او نيم ساعت وروسته بېرته راغله.

ده زياته کړه: ((برېښنا د دې لپاره قطع شوه چې په مخفي کمرو کې څه ريکارډ نه شي.))

د نوموړي په وينا، په دروازه کې څو تنه سرتېري له وسلې سره ولاړ وي، خو هغوى له چاودنې سره سم وژل شوي وو.

دغه ډاکټر زياتوي، تر چاودنې وروسته بريدګر چې د ډاکټرانو سپينې جامې يې اغوستې وې او بيکونه ورسره وو، د نوې ودانۍ له لارې روغتون ته ننوتل.

د نوموړي په ګومان، له دوى سره په بيکونو کې وسلې، مهمات او خواړه وو، ځکه يې تر اوو ساعتونو پورې مقاومت وکړ.

دغه ډاکټر زياته کړه، د روغتون دننه په لومړۍ دروازه کې يواځې يو څوکيدار ولاړ وي، نور دننه په روغتون کې وسله وال ساتونکي نه وي، ځکه بريد کوونکو په اسانۍ سره وکولى شول چې دننه لاړ شي او په ډاډه توګه خپل فعاليت ترسره کړي.

ده وويل: ((د بريدګرو شمېره څو تنه وه، دوى لومړى دويم منزل ته لاړل، هلته يې ډاکټران او ناروغان ووژل، بيا درېيم او څلورم او همداسې پورته تلل.))

د هغه په خبره، تر ټولو زياته مرګ ژوبله په دويم منزل کې ډاکټرانو، ناروغانو او نورو کارکوونکو ته اوښتې ده.

دغه ډاکټر وايي: ((وسله والو دې ته نه کتل چې څوک دي، خو چې څوک مخې ته ورتلل، وژل به يې، پر ډاکټرانو، نرسانو، پايوازانو، ناروغانو او د ناروغانو پوښتنې ته راغليو کسانو يې ډزې کولې.))

نوموړي وويل، يو شمېر ناروغانو او پايوازانو له دويم او درېيم منزل څخه ځانونه وغورځول، چې له امله يې څو تنه سخت ټپيان هم شول.

ده زياته کړه: ((سمه د قيامت ورځ وه، له ټولو ساه ګانې وتلې وې، له يو بل سره هېڅ ډول همکاري نه کېده، هر لوري ته منډې وې، پر يو بل اعتبار نه کېده، ځکه چې بريدګرو هم د ډاکټرانو جامې اغوستې وې.))

دغه ډاکټر وايي، ښځينه ډاکټرانې او نورې کارمندانې په بد حالت کې وې، خو نارينه ډاکټرانو هڅه کوله چې دوى خوندي سيمې ته ورسوي او همداسې يې وکړل.

د هغه په وينا، د روغتون درېيو کارکوونکو له کومې وېرې پرته دويم او درېيم منزل ته لاړل  او د ګڼ شمېر ټپيانو ژوند يې وژغوره او هغوى يې لاندې را ښکته کړل.))

دى وايي: ((خو کله چې بريدګرو پر دوى لاسي بمونه وغورځول او ضربه يې پرې وکړه، نو دوى بېرته ځانونه خوندي ځاى ته ورسول او خداى وساتل.))

د کابل د سردار داوود خان څلورسوه بستريز روغتون دغه ډاکټر وويل، داسې ښکاري چې بريدګرو ته د روغتون په اړه بشپړ معلومات وو، ځکه په ډېر منظم ډول يې بريد وکړ، روغتون ته ننوتل او اووه ساعته يې مقاومت وکړ.

د هغه په وينا، د دې بريد پر مهال په روغتون کې درې چاودنې هم وشوې چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه ډاکټر وايي، کله چې ځانګړي ځواکونه په چورلکه کې ښکته شول، خو هغوى هم دوه ساعته جګړه وکړه او وروسته يې بريدګر ووژل.

ده وويل، د مرګ ژوبلې کومه شمېره چې په رسنيو کې خپره شوې ده، اصلي شمېره له دې زياته ده، چې ده په خپلو سترګو هر څه ليدلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا