کابل ( پژواک، ۲۲ کب ۹۵): د ایرلینډ پر وړاندې د کرکټ په شل اووریزو نړیوالو لوبو کې د افغانستان پرله پسې درې سترې بریاوې د افغان چارواکو، مینه والو او نړیوالو لخوا وستایل شوې.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دريو شل اووریزو لوبو لړۍ د هندوستان د پلازمینه نوي ډیلي په ګریټر نویډا نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې.
افغانستان په درېیو واړو لوبو کې ایرلینډ ته سترې ماتې ورکړې نه یواځې د اتلولۍ کپ یې خپل کړبلکې پرله پسې ۱۱ بریاوو سره یې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.
ولسمشر اشرف غني، اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، وزیرانو، والیانو سفیرانو او نورو چارواکو ترڅنګ د امریکا، انګلستان سفیرانو او نورو نړیوالو ددې سترې بریا مبارکي ورکړې او ستاینه یې کړې ده.
د ولسمشر ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې بریا مبارکي ټول ولس او ملي لوبدلې ته ورکړل شوی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټولنیزه شبکه ټویتر کې د افغانستان ددې سترې بریا مبارکي ورکړې ده.
په هندوستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر شید احمد ابدالي په ټویتر کې لیکلی ، داسې الفاظ نه لري، چې د افغانستان ددې سترې بریا مبارکي ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت هم پر دې سترې بریا مبارکي ورکړې ده. د انګلستان سفیر ډومنیک جرمي ویلي، چې دې سترې بریا سره په افغانستان کې نوې اونۍ پیل شوه.
د کرکټ بورډ پخواني مشر او سلاکار وزیر شهزاده مسعود هم پر دې سترې بریا ټولو هیوادوالو او د افغانستان ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وویل، چې دغو لوبغاړو په سختو شرایطو کې کرکټ پیل کړی و او نن نړیوال ریکارډونه جوړوي.
په ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمیر هیوادوالو او مینه والو د افغانستان ددې سترې لاسته راوړنې او اتلولۍ ستاینې کړې دي.
ده راز د کرکټ نړیوالې شور، د کرکټ مشهورې ویب پانې کریک انفو او د کرکټ نورو ویب پاڼو او نړیوالو رسینو د افغانستان دا ستره بریا په غټو ټکو او د ستاینو په الفاظو خپاره کړي دي.










