منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم له بريا سره پيل کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل  (پژواک، ٢٥ کب ٩٥) : افغانستان د ايرليند پر وړاندې د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ هم له بريا سره پيل کړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو دا لړۍ نن د کب په ٢٥مه، د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي اړونده د ګريټرنويډا په لوبغالي کې دافغانستان په کوربه توب پيل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او لومړى يې د توپوهنې يا بيټنګ پرېکړه وکړه.

د افغانستان لوبډلې ډېر ښه پيل وکړ او لومړنيو لوبغاړو محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ تېزه لوبه وکړه، شهزاد په ٤٣  او نور علي ځدراڼ په ٥١ منډو وسوځېدل، ورپسې رحمت شاه ٧٨، اصغر ١٠، حشمت الله شهيدي ٣٢، سميع الله شينواري ٣٠ ، محمد نبي ٣٤ او ګلبدين نايب ٧ منډې جوړې کړې.

د کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٩٢ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢٩٣ منډو هدف ورکړ.

د ايرلينډ لوبډلې د افغانستان لخوا د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره ډېره تېزه لوبه پيل کړه او د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره يې ١٧٠ منډې جوړې کړې او داسې ښکارېده چې ايرلينډ به دا لوبه وګټي.

خو په وروستيو شېبو کې دولت ځدراڼ، راشد خان او امير حمزه هوتک په زړه پورې لوبه وکړه او د ايرلينډ لوبغاړي يې په پرله پسې توګه وسوځول.

د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ او راشد خان څلور څلور لوبغاړي او حمزه هوتک دوه لوبغاړي وسوځول.

جنرال پيټروليم نړيوال شرکت د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پنځو يو ورځنيو سياليو مرکزي مالي ملاتړى دى.