منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملي لوبغاړو په ګډون کابل کې (سوله کرکټ ليګ) سيالۍ پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٥): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو په ګډون د سولې تر نامه لاندې  کرکټ سيالۍ پيلېږي چې په کې به پنځه لوبډلې برخه اخلي.

دغه سيالۍ چې د ملي سوداګر عبدالرشيد ايوبي لخوا په لاره اچول کېږي، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اپريل مياشتې په لسمه نېټه د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شي.

ايوبي د کب په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سوله کرکټ ليګ د کورني کرکټ ټولو اصولو برابر ، له افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره په تفاهم ترتيب شوی دی.

هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې د کرکټ پنځه لوبډلې برخه لري  چې د ملي او نولس کلنو لوبډلو ډېر لوبغاړي ولوبېږي.

ايوبي وايي، د کرکټ بورډ رسمي لوبڅارانو ، ساتونکو ، وسايلو او امکاناتو څخه په دې سياليو کې استفاده کېږي او د يوه معتبر تلویيون تر څنګ به په مهمو نړيوالو او کورنیو ټولنيزو پاڼو هم د لوبو بال په بال مالومات خپرېږي.

ده زياته کړه : (( غواړو د سوله لیګ له لارې د کورني کرکټ په وده کې پراخه برخه واخلو،کرکټ وځلوو او د کرکټ د رسمي ادارې سره څنګ په څنګ دا سپېڅلی رسالت ترسره کړو.))

د نوموړي په وينا، په دې سياليو کې د لوبېدونکې لوبډلې کابل زلميانو  لوبډلمشر ګلبدين نايب،د بوست اتلانو به لوبډلمشر اصغر ستانکزی، د وزيرزي اتلانو لوبډلمشر به شهزاد محمدي ، د خوست ځوانانو لوبډلمشر به نوروز منګل او د زرمت بازانو لوبډلمشر شفيق الله شفق وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د نشراتو رييس عزيز غروال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خصوصي سکتور د کرکټ ودې او پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.

هغه زياته کړه، چې له ياد ملي سوداګر سره يې هوکړه ليک لاسليک کړى او د سوله کرکټ سياليو کې به له دوى سره کرکټ بورډ هر ډول تخنيکي مرستې کوي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د رسمي کرکټ سياليو ترڅنګ د ميليون جام سيالۍ هم ترسره کېږي.