کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د اسيايي هېوادونو د کرکټ ايمرجنګ جام سياليو کې افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبه کې ماليزيا ته ستره ماتې ورکړه.
د اسيا د اتو غوره لوبډلو تر منځ دا سيالۍ د وري په ٧مه په بنګله دېش هېواد کې پيل شوې او دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف لوبډله کې هندوستان، افغانستان، ماليزيا او سريلانکا، په ب لوبډله کې پاکستان، بنګله دېش هانګ او نيپال شامل دي.
افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه د ماليزيا پر وړاندې ترسره کړه، د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر شفيق الله ستانکزي وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.
د افغانستان الف لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٨٤ منډې جوړې کړې.
د الف لوبډلې له لوري احسان جنت ١٠٨، منيراحمد ٩٠ منډې او نجيب الله ځدراڼ ٣٣ منډې جوړې کړې.
د ماليزيا لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٢٩ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٥٥ منډو په توپير سره وګټله.
د افغان الف لوبډلې له لوري نوين الحق، ګلبدين نايب، افتاب عالم او شرف الدين اشرف دوه دوه لوبغاړي او ضياء الرحمن اکبر يو لوبغاړى وسوځولو.
افغان لوبغاړى احسان جنت چې په دې لوبه کې يې سليزه جوړه کړې وه، غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغان الف لوبډله به سبا دويمه لوبه له سريلانکا سره ترسره کوي










