لښکرګاه (پژواک، ٢٠ وری ۹۶): د هلمند ولايت په بست روغتون کې د بې پولې ډاکترانو له شتون سره روغتيايي خدمتونه معياري شوي چې له امله يې د ګاونډيو ولايتونو اوسېدونکي هم خپل ناروغان دغه روغتون ته بیايي.
د یاد روغتون د بې پولې ډاکترانو څانګې مشر ګلاډيو ميګليتا (CLAUDIO MIGLIETTA) د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د پخوا په پرتله د بست روغتون خدمتونه معياري شوي دي.
هغه زياته کړه: ((له تېرو اتو کلونو راهيسې په دغه روغتون کې موږ فعاليت لرو، د ورځني روغتيايي خدمتونو تر څنګ د ډاکترانو د ظرفيتونو په لوړولو کې هم مرسته کوو چې تر اوسه يې ښې پايلې درلودې.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په روغتون کې د ١٣ بهرنيو په ګډون ٧١٣ کسان کار کوي چې ٢٨٣ يې ښځې دي.
ده وويل چې پخوا بست روغتون ١٥٠ بستره درلودل خو اوس يې کچه ٣٢٧ ته لوړه شوې چې په ټولو بسترونو کې ناروغان بستر دي.
ده زياته کړه، په ٢٠١٦ کال په هره مياشت کې ٢٧٥٠ تنه په دغه روغتون کې بستر شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ٢٠٠٩ کال په هره مياشت کې يوازې ١٢٠ تنه و.
ميګليتا وايي چې د دغه روغتون د بېړنۍ پېښو د درملنې څانګې ته هره ورځ د ٢٤٠ په شاوخوا کې ناروغان مراجعه کوي.
دى وايي چې په تېر يو کال کې ٣٠٤٩ جراحي عمليات دوى ترسره کړي چې ٩٣ سلنه يې پېچلي عملياتونه وو.
خو هغه وويل: ((نا امني زموږ پر کارونو باندې نېغ په نېغه بده اغېزه کوي؛ ځکه هغه څه چې موږ غواړو بيا يې خلکو ته نه شي وړاندې کولاى.))
ده وويل چې په دې وروستيو کې د بُست روغتون خدمتونه معياري شوي نو ځکه د هلمند تر څنګ د ګاونډيو ولايتونو اوسېدونکي هم د درملنې په موخه دغه روغتون مراجعه کوي.
ميګليتا وايي: ((هره ورځ د ناروغانو ډېرېدل، دا زموږ د ښه او با کيفيته روغتيايي خدمتونو ښکاره بېلګه ده.))
هغه زياته کړه چې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه هر کال دوى په بست روغتون کې اته ميليونه يورو لګښت کوي.
ميګليتتا وايي: ((موږ دغه روغتون ته له اروپا څخه درمل راوړو.))
د مرکې په پاى کې نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې د نړيوالو قوانينو له مخې ټولو روغتيايي مرکزونو او کار کوونکو ته درناوى ولري، تر څو هغوى وکولاى شي په سمه توګه د ټولو ناروغانو درملنه وکړي.
د کمال الدين په نوم يو کس چې بست روغتون ته يې خپل پلار د درملنې په موخه راوستلی و، وايي: ((درې ورځې وړاندې مې خپل پلار له موسى کلا ولسوالى څخه دلته راوستى دى، دلته ډېر ښه تداوي کوي، دوا سته، ډاکتر سته، مريض ته بستر ورکوي، موږ ترې ډېر خوشحاله يو.))
دغه راز د يار محمد په نوم يو بل کس پژواک ته وويل: ((زما لور دلته په عاجل ځاى کې بستر ده او ډاکترانو يې درملنه پيل کړې ده.))
ده هم وويل چې په دغه روغتون کې ډاکتران له ناروغانو سره ښه چلند کوي او ډېره هڅه کوي څو د ناروغ درملنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال بهرنيو ځواکونو په کندوز ولايت کې د بې پولو ډاکترانو روغتون بمبار کړ چې د يو شمېر ډاکترانو ، کارکوونکو، ناروغانو او پيوازانو په ګډون٤٢ تنه په کې و وژل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










