منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې سلګونه کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د غزني روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ١٦ سوه کسان پر نري رنځ اخته دي چې له نيمايي ډېر يې ښځې دي.

دغه څرګندونې د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

نېکمل وويل چې په دغه ولايت کې ١٥٦٤ کسان د نري رنځ پر ناروغۍ اخته دي چې ٦٥ سلنه يې ښځې دي.

هغه زياته کړه: ((دا د هغو کسانو شمېره ده چې له موږ سره ثبت دي، کېداى شي په اصل کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر له دې هم ډېر وي.))

دى وايي چې د دې خطرناکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي، خو هغه د تدابيرو په اړه معلومات ورنه کړل.

نېکمل وايي چې دغه ناروغي د بېلابېلو محيطي ستونزو تر څنګ، د ناسمې تعذيې، د اميندوارۍ پر مهال د ميندو د کمزوري وجود او ځينو نورو لاملونو له امله پيدا کېږي.

د غزني په ولايتي روغتون کې د زرمينې په نوم يوې ښځې پژواک ته وويل: ((له ډېرې مودې ټوخېدم، بيا خلکو راته وويل چې لاړه شه معاينات وکړه، کله چې مې معاينات وکړل نو معلومه شوه چې په نري رنځ اخته يمه.))

هغې وويل چې اوس په ملکي روغتون کې بستر ده او ډاکترانو ورته ويلي چې درملنه يې کېږي.

د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي کمال الدين پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د روغتيايي مرکز د نه شتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((دا څو کاله کېږي چې منډې وهو خو هېڅوک راته کلينک يا شفاخانه نه جوړوي.))

د هغه په وينا، ډېرى وخت نښتې وي، خلک خپل ناروغان غزني ښار او يا هم نورو سيمو ته د درملنې په موخه نه شي لېږدولاى.

دغه راز د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو اووه کلونو راهيسې د نا معلومو دلايلو له مخې په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز تړل شوى دى.

ده زياته کړه: ((ډېرى وخت زموږ ناروغان د خداى پاک هيلې ته پراته وي، کله روغ شي خو ډېرى کسان بيا خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

خو د غزني د عامي روغتيا رييس بيا وايي چې د غزني ښار تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې د نري رنځ د تشخيص او درملنې څانګې يې فعالې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، يوازې په غزني ښار کې د نري رنځ ناروغې د درملنې دوه لوى مرکزونه شته دي.

خو نېکمل وويل چې په ځينو سيمو کې په روغتيايي برخو کې ستونزې لري چې د حل په موخه يې هلې ځلې روانې دي.

هغه له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د نري رنځ د خطرونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، څو له کومې پېښې وړاندې يې درملنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت روغتيايي چارواکو هم ويلي چې په دغه ولايت کې نږدې څلور نيم زره کسان پر نري رنځ اخته دي چې ٦٠ سلنه يې ښځې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا