منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۲ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نېکمل: د غزني ملکي روغتون ودانۍ دې ژر تر ژره جوړه شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٣ غويی ٩٦): د غزني د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې له ١٢ کلونو وروسته هم د دغه ولايت د ولايتي روغتون ودانۍ نه ده جوړه شوې چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په تېرو ١٢ کلونو کې درې ځلې د ولايتي روغتون د ودانۍ د جوړولو تړون لاسليک شوى خو تر اوسه يې چارې نه دي بشپړې شوې.

هغه زياته کړه: ((د اول ځل لپاره په پلان کې و چې دغه روغتون به ٢٠٠ بستره ولري او د علي لالا په ښارګوټې به جوړېږي چې بيا وروسته ٥٠ بسترو ته ښکته شو چې بيا يو شرکت يې هم کار پوره نه کړ او ټول وتښتېدل.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د وروستې ځل لپاره د دغه روغتون د جوړېدو کار په ١٣٩٣ کال کې پيل شو چې بيا وروسته یې چارې د نا معلوم دليل له مخې ودرېدې او تر اوسه يې بيا د جوړېدو کار پيل نه شو.

هغه زياته کړه: ((په ډېرو خواريو مې قراردادي شرکت په ټيلېفون کې پيدا کړ خو هغه ويل چې حکومت يې پيسې نه ورکوي نو ځکه يې کار بند کړى دى.))

نېکمل وايي چې د دغه روغتون د ودانۍ جوړولو بوديجي په اړه هم معلومات نه لري خو يوازې نقشه يې ترلاسه کړې ده.

د ده په وينا، په دې اړه یې څو ځلې د عامې روغتيا له وزارت سره خبرې کړې دي خو هغوى ورته ويلي چې تر ١٣٩٨ کال پورې به جوړ شي.

خو ده ټينګار وکړ چې هر څو ژر بايد د ولايتي روغتون لپاره ودانۍ جوړه شي؛ ځکه پخوانۍ ودانۍ يې د ړنګېدو په حال کې ده.

نېکمل زياته کړه: ((يوه برخه يې نړېدلې ده، بله برخه يې موږ خالې کړې نو ډېر لږ ځاى موږ ته پاتې دى، بايد نوې ودانۍ ژر جوړه شي.))

ظاهرشاه نېکمل شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د غزني د عامې روغتيا د رييس په توګه ټاکل شوى دى.

بل لور ته د غزني اوسېدونکي هم د ياد روغتون د ودانۍ پر ژر جوړېدو ټينګار کوي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد کاظم پژواک ته وويل چې د ولايتي روغتون د نه جوړېدو يو لامل د اړوندو چارواکو له لوري په دې پروژه کې فساد کول دي.

هغه زياته کړه: ((د شفاخانې لپاره يې ډېر ځاى نيولى دى، موږ ته يې په اوله کې ويلي وو چې دلته به د ټول افغانستان په سطح يوه مجهزه شفاخانه جوړېږي خو تر اوسه هېڅ کار معلوم نه شو.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي لعل محمد هم ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد د ولايتي روغتون لپاره نوې ودانۍ جوړه شي.

ده زياته کړه: ((دا زړه ودانۍ اوس دومره ځاى نه لري چې د غزني ټول مريضان په کې ځاى شي، څوک په دهلېزو کې پراته وي او د ځينو لپاره خو بېخي ځاى نه وي.))

هغه دا هم وويل چې د اوسني روغتون ودانۍ د ښار په منځ کې ده چې د ښار د ګڼې ګوڼې له امله ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د يادونې ده، د غزني ولايتي روغتون ته د غزني د ناروغانو تر څنګ د زابل، لوګر، پکتيا، پکتيکا، باميانو او ميدان وردګو ولايتونو ناروغان هم د درملنې په موخه ور وړل کېږي.

دغه راز کله چې د کابل- کندهار پر لويه لار کومه ترافيکي پېښه رامنځته شي، نو ټپيان او مړي يې هم همدغه روغتون ته انتقالېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا