ژبه

المصافي د کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي وګټله

کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٦) : په کابل کې د روژې په مناسبت د جِي پی رمضان کرکټ جام سياليو اتلولي د المصافي لوبډلې وګټله.

دا سيالۍ د کابل ښار د دوولسمې ناحيې اړونده د احمد شاه بابا مينې په زرملوال خصوصي لوبغالي کې پيل شوې وې.

د يادو سياليو مسوول جيلاني زرملوال د غبرګولي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې د خصوصي سکتور شپږو لوبډلو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، دا شل اووريزې سيالۍد شپې په لسو بجو پيلېدې او تر پېشلمي پورې به د برېښنا رڼا ته روانې وې.

زرملوال وايي، ددې سياليو پاى لوبې ته د المصافي او کابل زلميو لوبـډلو لاره موندلې وه چې تېره شپه يې ترمنځ پاى لوبه ترسره شوه.

نوموړي وويل، د پاى لوبې پچه د کابل زلمي لوبـډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه،خو د دوى لوبغاړو دالمصافي د توپ اچوونکو سمه مقابله ونه شوه کړاى او په ٢٠ اوورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٣ منډې جوړې کړې.

د کابل زلميو له لوري يواځې ملي لوبغاړي سميع الله شينواري ښه لوبه وکړه او ٤٣ منډې يې جوړې کړې.

د المصافي لوبډلې ياد هدف په ١١ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه ، لوبه يې وګټله او اتلولي يې هم لاسته راوړه.

ددې سیالیومالي ملاتړ جنرال پیترولیم نړیوال افغان شرکت کړی و. جیلاني زرملوال وایي، چې د جي پي شرکت په وړاندیز دوی له ټکټونو څخه دترلاسه شوي عاید لس سلنه د اسرا یتیم پالنې ادارې ته ورکړی دی.

 

ورته موضوع