کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ډېر ژر به په کابل کې د يوه نړيوال لوبغالي جوړولو کار پيل او په دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا افغانستان ته د بشپړ غړيتوب ورکولو په اړه د خوښۍ په موخه جوړو شوو مراسمو ته وکړې.
دغه مراسم د هغو شرکتونو لخوا جوړ شوي و چې د افغانستان د کرکټ شپـږيزې سياليو لوبډلې او لوبغاړي يې په امتياز اخيستي دي.
عاطف مشعل د کرکټ د لومړۍ درجې غړيتوب ترلاسه کول لويه لاسته راوړنه وبلله او تولو ته يې مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه: (( د کرکټ کاروان کلونه مخکې پيل شو، الله داد نوري دا لوبه افغانستان ته راوړه، تاج ملوک عالم يې ملا وتړله، حامد شينواري، د کاروان سرلارى و، ډاکټر نور محمد مراد، شهزاده مسعود، نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزي ټولو په کې ونډه لرله.))
د نوموړي په وينا، دغه راز په دې لاسته راوړنو کې د لوبغاړو ونډه ډېره وه، دوى په لارو او کوڅو کې دا لوبه پيل کړه او دادى نن نړيوال غړيتوب ترلاسه شو.
مشعل وايي، لوبغاړي هېڅ ډول ستونزو ته تسليم نه شول، خپلو هلو ځلو ته يې ادامه ورکړه او دادى نن د افغانستان ملي بيرغ ددوى له برکته د نړۍ په هر ميدان کې رپيږي.
د کرکټ بورډ مشر وويل، د بشپړ غړيتوب ترلاسه کول د څو ورځو کار نه و، له څو کلونو راهيسې پرې کار روان و، خو اوس په دې وروستيو کې پرې ډېر کار وشو، يو ځانګړى کمېسيون جوړ او نړيوالې شورا ته يې يو بشپړ پروپوزل وړاندې کړ.
د عاطف مشعل په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې افغانستان د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کړ، شل اووريزې او يوه ورځنۍ د الف درجې دريځ خپل کړ، ادارې اساسنامه ترلاسه کړه، تګلارې جوړې شوې او په اداري جوړښت کې پرمختګونه وشول او په يو شمېر ولايتونو کې ميدانونه او اکاډمي ګانې هم جوړې شوې.
ده زياته کړه، ډېر ژر به په لغمان ولايت کې د يو ميليون ډالرو په لګښت کې د کرکټ د معياري لوبغالي جوړولو چارې پيل شي.
مشعل اعلان وکړ چې راتلونکي کال کې به د افغانستان د کرکټ ( افغانستان پريمير ليګ) سيالۍ پيل شي.
هغه وايي، سږ کال به په کابل کې د کرکټ د يو نړيوال لوبغاړي د جوړولو چارې پيل او په دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
د کرکټ بورډ مشر وويل، دا لوبغالى به په ټولو نړيوالو معيارونو او اسانتياوو برابر وي.
هغه زياتوي، د کرکټ د نړيوالې شورا په غونډه کې د انګلستان، پاکستان، سريلانکا او زمبابوې استازو د افغانستان د غړيتوب په اړه ځينې ملاحظات درلودل چې دوى وکولى شول، هغوى ته قناعت ورکړي.
دى وايي، ټولو غړو هېوادونو په يوه اتفاق سره د افغانستان د غړيتوب رايه ورکړه او هېڅ يو يې مخالفت ونه کړ.
په دې مراسمو کې د خصوصي شرکتونو استازو چې د شپږيزې لوبډلې يې اخيستې دي، د کرکټ د يادې لاسته راوړنې مبارکي ورکړه او د خصوصي سکتور لخوا د کرکټ د پرمختګ لپاره يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.