ژبه

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د بشپړ غړيتوب د جشن د نمانځنې انځوريز راپور

کابل (پژوک، ٢٤ چنګاښ ٩٦) : د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په رسمي توګه د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا د بشپړ غړيتوب ورکولو جشن ونمانځل شو، چې پکې د چارواکو ترڅنګ سلګونو مينه والو هم برخه اخيستې وه.

 د جشن دا مراسم تېره ورځ ماښام په کابل په کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي کې پيل شول او تر ماخوستن ناوخته پورې يې دوام درلود.

د مراسمو پيل د قران کريم له تلاوت او ورپسې ملي سرود سره وشو، چې ټولو ګډونوالو يې په درناوى ودرېد.دغه راز يو شمېر سندر غاړي کرکټي او نورې سندرې هم وويلې.

د افغانستان کرکټ اجراييو رييس شفيق الله ستانکزي ټولو مېلمنو او د کرکټ مينه والو ته ښه راغلاست او د لومړۍ درجې غړيتوب يې  مبارکي ېې ټولو ته ورکړه.

په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا ددارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک هم د بشپړ غړيتوب مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې ولسمشر او حکومت د ټولو لوبو ترڅنګ کرکټ ته ځانګړې پاملرنه کوي او د خپل لوري يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د ولسي جرګې منشي قادر ځاځي کرکټ بورډ ته دخپل ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې وکيلان به د کرکټ په چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شکر الله عاطف مشعل دې مراسمو ته بشپړه او هر اړخيزه وينا وکړه، هغه وويل، چې ١٣ کاله مخکې دا مزل پيل شوى و او يو نړيوال ريکارډ سره دادى افغانستان بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه هېڅ هېواد په دې نه دى توانيدلى، چې په دومره کمه موده او کمو امکاناتو سره د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب دريځ ترلاسه کړي.

مشعل وويل، چې دوس دوى بايد مسوولانه برخورد وکړي، په درېو کلونو کې بايد درې نړيوال لوبغالي جوړ شي، او په دې برخه کې به په کابل کې د لومړي ميدان د جوړولو چارې پيل شي. دغه راز په پنځو زونونو کې د کرکټ پنځه اکاډميانې هم جوړې شي.

د کرکټ بورډ مشر وويل : (( نه غواړو د دولت په تشکيل کې راشو، ځکه چې د کرکټ نړيوالې شوراقانون دا اجازه نه ورکوي، خو ددولت مالي او سياسي ملاتړغواړو.))

نوموړي له دولت څخه تضمين وغوښت، چې د کرکټ په چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

ددې مراسمو په وروستيو کې د کرکټ او فوټبال ملي لوبغاړو په ګډه ملي اتڼ ترسره کړ

 

 

 

 

د ملي لوبغاړو لخوا ملي اتڼ

ددې مراسمو په پاى کې د اور لوبه نندارې ته وړاندې شوه

اور لوبه