ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تدریسي ودانۍ چارې پيل شوې

د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تدریسي ودانۍ چارې پيل شوې

author avatar
21 Aug 2017 - 17:45
د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تدریسي ودانۍ چارې پيل شوې
author avatar
21 Aug 2017 - 17:45

مهترلام (پژواک، ٣٠زمرى ٩٦) : د څه پاسه ٤٢ ميليونه افغانيو په لګښت د لغمان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د تدریسي ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوې.

په دې اړه د زمري په ٣٠مه په جوړو شويو مراسمو کې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، محلصینو، مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو .   

 د لغمان والي عبدالجبار نعيمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د څه باندې د دوه څلوېښت ميليونه افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .

هغه وويل چې دغه ودانۍ به ١٩درسي خونې، ١٠ اداري خونې او دوه تالارونه ولري چې په ټولو اسانتياوو به سمبال وي .

 هغه زياته کړه چې دغه پروژه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د نړيوال بانک له خوا تمويل او جوړيږي چې د يوه کال په موده کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

 ده وويل چې دا ډول پروژې ولس او ځوان نسل ته ښه زيرى ورکوي او له دې سره به افغانستان د پوهې او قلم پرمټ پر ځان بسيا شي.

والي د داسې پروژو د پلي کولو او بشپړولو په چارو کې د امنيت په برخه کې د ولس همکاري اړينه وبلله او له هغوى يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې نن د دغه ولايت چارواکو  په لغمان کې د يو ميليارد او درې سوه ميليونو افغانيو په لګښت د ٢٤ پروژو چې تر کار لاندې دي خبر ورکړى و .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.