ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يو ميليارد او درې سوه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي

لغمان کې د يو ميليارد او درې سوه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي

author avatar
21 Aug 2017 - 15:22
لغمان کې د يو ميليارد او درې سوه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي
author avatar
21 Aug 2017 - 15:22

مهترلام (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٦): د لغمان چارواکي وايي چې اوس مهال په دغه ولايت کې د يو ميليارد او درې سوه ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي.  

دغه ټکى نن (د زمري ٣٠مه) د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ د ياد ولايت د سکتوري ريیسانو او همکارو موسسو د مسوولینو په ګډون په ولایتي پرمختیايي غونډه کې ياد شو.

د غونډې په پیل کې د لغمان د اقتصاد ریاست سرپرست انجنیر محمد دین وويل چې دا مهال په ټول لغمان کې د نږدې دیارلس سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي.

د نوموړي په وینا چې په همدې میاشت کې یواځې د برېښنا امریت اړوند د ۱۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په غونډه کې د لغمان والي وويل چې ولایتي اداره ژمنه ده څو په خپل ټول توان سره په یادو برخو کې د ولس ستونزو او غوښتنو ته پر خپل وخت رسیده ګي وکړي چې تر دې دمه یې په دغه تړاو خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړې ده.

نعیمي زياته کړه چې د پروژو د قراردادونو په ورکړه کې د رڼې داوطلبۍ او نورو پروسیجرونو په طی کولو سره د مختلفو پروژو په قراردادونو کې څه د پاسه دوه ویشت میلیونه افغانۍ د حکومت بودیجې ته سپما شوې ده.

هغه په ټينګار سره زياته کړه چې د قرار دادونو په ورکړه کې ورته هېڅ ډول خنډ و ځنډ د زغم وړ نه دی او هره اداره مکلفه ده چې د خپلو اړونده پروژو د قراردادونو د ورکړې او تطبیق پړاوونه په خپل وخت سرته ورسوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.