منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۰ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

سمنګانو کې د لارې بندوالى ممکن د ٥٠ زره ټنه ډبرو سکرو د ضايع کېدو سبب شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

ايبک(پژواک، ١٤ وږى ٩٦):  د روى دو اب ولسوالۍ خلک په داسې حال کې د خپلې ولسوالۍ د سړک له لارې له دوو کلونو راهيسې د ډبرو سکرو د لېږد مخنيوى کوي چې پر دغه کان تر اوسه پورې څه باندې ٥٠ زره ټنه انبار شوي سکاره د له منځه تللو په حال کې دي.

ځايي چارواکي وايي چې په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو ١٤ کانونه تثبيت شوي، خو له دې ډلې يې يوازې د ابخورک او علاء الدين کان سکاره تر هغه وخته استخراجېدل چې د خرم سارباغ ولسوالۍ د خرم سارباغ سيمې خلکو له دې لارې د سکرو لېږدونکو موټر ته د تګ اجازه ورکوله.

 د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ اداري مرستيال انجنير محمود له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د خرم سارباغ اوسېدونکو لاره د ډبرو سکرو د لېږدونکو موټرو پر مخ تړلې وه چې څه باندې ٥٠ زره ټنه د ډبرو سکاره د سمنګان د روى دوب ولسوالۍ نه استخراج او انبار شوي  وو.

د هغه په خبره، د لارې له بندښت وروسته په دواړو کانونو کې استخراج بند شو، خو سکاره يوازې په ابخورک کان کې انبار شوي دي.

هغه زياته کړه چې استخراج او انبار شوي سکاره ورځ په ورځ خپل کيفيت بايلي او که ژر ونه لېږدول شي، ممکن اور واخلي.

 نوموړي څرګنده کړه چې د دغو سکارو د سوځېدو په صورت کې به دولت ته شاوخوا سل ميليونه افغانۍ زيان واوړي.

د خرم سارباغ ولسوال قاري عبادالله مجاهد وويل چې د خرم سارباغ درې اوسېدونکو له دې امله لاره بنده کړې چې د لوړ تناژه موټرو له لارې پر دې لار د سکرو لېږدول د سړک د خرابۍ تر څنګ د هوا د چټلېدو او چاپېريال د زيان سبب ګرځي.

 د نوموړي په خبره، ځايي خلک له دې لارې هغه مهال د ډبرو سکرو د لېږد اجازه ورکوي چې ياد شوى سړک پوخ شي.

نوموړي زياته کړه چې تر مرکز پورې د دې سړک پخولو موضوع يې څو ځله له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه پورې يې د خلکو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويلى.

د روى دواب ولسوال خال محمد حقجو له دې لارې د ډبرو سکرو موټرو ته د اجازې نه ورکولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې مرکز ته د ډبرو سکرو د لېږد لپاره کومه بديله لاره نشته.

 د ولايت مقام وياند محمد صديق عزيزي وويل چې د ولايت مقام د ياد شوي سړک د پخولو لپاره چې ايبک د خرم سارباغ له لارې له روى دواب ولسوالۍ سره نښلوي، په بيا بيا د عامه ګټو وزارت او ارګ ته وړانديزونه کړي، خو تر اوسه پورې په دې اړه اقدام نه دى شوى.

د عزيزي په خبره، د سمنګانو والي د خرم سارباغ اوسېدونکو له استازو هم غوښتي چې موټرو ته اجازه ورکړي، څو د ابخورک کان د ډبرو سکاره د ولايت مرکز ته ولېږدوي چې په کان کې انبار شوي سکاره له منځه لاړ نه شي.

هغه زياته کړه چې که د خرم سارباغ اوسېدونکي اجازه ورکړي، انبار شوي سکاره به د ژمي تر پيلېدو وړاندې ولېږدوي.