جلال اباد (پژواک،١٤ وږی ۹۶): په ننګرهار کې د شوکاڼو د قراردادي شرکتونو مسوولين وايي، که د کانونو وزارت ورسره قراردادونه نوي نه کړي، زرګونه کسان به وزګار شي.
دوی دغه راز وايي چې د حکومت دا کړنه به دوی ته د ميليونونو افغانيو د زيان اوښتو سبب هم شي؛ ځکه په وينا يې په فابريکو او شرکتونو يې ډېرې پيسې بندې کړي؛ خو اوس چارې په ټپه ولاړې دي.
د ننګرهار د سپين غر په لمنو کې د شوکاڼو ډبرو کانونه موجود دي چې ۱۳۰ ډوله روغتيايي، زينتي او نور بېلابېل ډوله اجناسو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
که څه هم د دغو قیمتي ډبرو فابریکې په افغانستان کې نشته او يوازې په څو بهرنيو سترو صنعتي هېوادونو کې دي؛ خو د ولسمشر د يو فرمان له مخې اوس په ننګرهار کې د دغو کاڼو د لومړني پروسس لسګونه فابريکې فعالې شوې دي.
په دغو فابريکو او د کان کيندونکو شرکتونو کې تر اوو زرو کارمندان په مستقيم ډول او په ټوليزه توګه په بېلابېلو وختونو کې تر پنځلس زرو کارمندان پر کار بوختېږي؛ خو اوس يې شمېر ورځ تر بلې په کمېدو دی.
په ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو د کيندلو ۳۸ شرکتونه او دغه راز د پروسس ۲۴ فابريکې موجودې دي، چې فابريکې يې په شيخ مصري صنعتي پارک او شرکتونه يې د ښار په مختلفو برخو کې موجود دي.
د فابريکو مسوولين يوازې د قراردادونو نه تمديد په برخه کې ستونزې نه لري، بلکې په شيخ مصري پارک کې د امنيت، برېښنا او نورو سهولتونو نه موجوديت هم يوه لويه ستونزه ګڼي.
د سلمان شېرزاد په نوم د شوکاڼو د پروسس د يوې فابريکې مشر سيد انور عمر پژواک ته وويل چې د شوکاڼو را ايستل يو ستونزمن کار دی خو ګټه يې ډېره کمه ده.
هغه وايي، په شېرزادو نا امنه ولسوالۍ کې په ډېرو ستونزو کانونه رباسي، بيا يې په ورانو ويجاړو لارو تر جلال اباد ښار او شيخ مصري ښارګوټي رسوي، دلته يې لومړنی پروسس کوي او بيا یې د پاکستان پر لاره اسيايي، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته لېږدوي.
دی وايي، له شوکاڼو په ۱۳۰ زينتي، روغتيايي او نورو اجناسو کې ګټه پورته کېږي؛ خو له څو محدودو هېوادونو پرته بل ځای کې د بشپړ پروسس فابريکې نه دي موجودې؛ خو وايي، اوس دوی توانېدلي چې ننګرهار کې د نيمه پروسس فابريکې جوړې کړي.
ننګرهار کې د افغان تلک پروسس فابريکې مشر عبدالوهاب ځاځی وايي چې دوی د قراردادونو او فابريکو جوړولو په برخه کې د دولت ټولې غوښتنې منلې خو دولت ورته هېڅ اسانتيا نه ده برابره کړې.
هغه وويل، د قراردادونو له نه نوي کېدو نيولې، د برېښنا او امنيت تر نه موجوديت او دغه راز په شيخ مصري صنعتي پارک کې د سړکونو د خاموالي بيا د اوبو تر ستونزو هېڅ يوه هم نه ده حل شوې.
نوموړي زياته کړه: ((د برق لينونه، پايي او ترانسفرمر مې په شخصي لګښت تر دې ځايه را ورسول؛ خو اوس دولت دومره نه کوي چې يوازې د برق لين هلته وصل کړي.))
په ننګرهار کې د شوکاڼو د پروسس او کیندنې د شرکتونو يوه اتحاديه هم موجوده ده چې د شرکتونو ستونزې هواروي.
د دې اتحاديې مشر حاجي ولي خوږياڼي پژواک ته وويل چې په ننګرهار کې د شوکاڼو ۳۸ شرکتونه موجود دي او د شوکاڼو د پروسس لپاره ۲۴ فابريکې هم جوړې شوې دي.
هغه وويل، د برېښنا او امنيت نه موجوديت او نورو سهولتونو نه برابرېدو تر څنګ اوسمهال د دوی لويه ستونزه د قراردادونو نه تمدیدول دي چې د کانونو وزارت ورسره په دې برخه کې همکاري نه کوي.
دی وايي چې په يادو فابريکو او شرکتونو کې په مستقيم ډول تر اوو زرو او په غير مستقيم ډول ۱۵زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او دغه راز په فابريکو او شرکتونو ميليونونه ډالره پانګه اچونه شوې خو د قراردادونو نه نوي کېدو د يو شمېر شرکتونوکارونه په ټپه درولي دي.
ده وويل چې د کارګرو شمېر ورځ تر بلې په کمېدو دی او ځينې فابريکې هم د سقوط پر لور روانې دي.
هغه وايي، که وزارت يې قراردادونه تمديد نه کړي نو شرکت لرونکي به ميليونونه ډالره تاوان وکړي.
نوموړې زياته کړه، د يوې فابريکې لرونکي له پنځه سوه زره ډالرو نيولې تر دوه نيم ميليون ډالرو پورې پانګونه کړې خو د دولت نه پاملرنه به يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي وويل، که حکومت يې دا ستونزه ور حل نه کړي نو دوی مجبور دي چې د خپل حق غوښتنې لپاره مدني حرکتونه پيل کړي.
هغه زياته کړه: ((که مو ستونزه هواره نه شي، نو لاريون زما حق نه دی، لارې بندول زما حق نه دی، مدني حرکت زما حق دی، موږ به همدا کارونه وکړو.))
په فابريکه کې پر کار بوخت کاريګر هم همدا خبره کوي او غوښتنه لري چې حکومت دې د یادو شرکتونو او فابريکو قرادادونه نوي کړي.
عبدالظفر چې د احمدشاه تلک پروسس فابريکه کې په کار بوخت دی، وايي، پخوا هره ورځ يوازې په همدې فابريکه کې تر ۱۵۰ کسان پر کار بوخت وو خو اوس دغه شمېر تر پنځوسو راکم شوی دی.
هغه غوښتنه وکړه چې د خلکو د وزګارتيا د مخنيوي لپاره دې حکومت له يادو شرکتونو سره قراردادونه نوي کړي.
د نبي افغان په نوم د شوکاڼو پروسس فابريکه کې سر کاريګر انجنير عبدالهادي ساپی وايي چې اوس ورسره تر سلو کاريګر پر کار بوخت دي خو که له شرکتونو سره قراردادونه تمدید نه شي نو ياد کسان به دغه کاري زمينه له لاسه ورکړي.
هغه وويل، د حکومت نه پاملرنه د دې ستونزې لامل ده او حکومت بايد له شرکتونو سره قراردادونه نوي کړي.
په همدې حال کې د کانونو او پټروليم وزارت مسوولين وايي چې د قراردادونو د ځنډ لامل په دې برخه کې د ځانګړو تګلارو رامنځته کول دي.
د دغه وزارت وياند عبدالقادر مصطفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قراردادونو پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په هڅه کې دي او ډېر ژر به د وړو قراردادونو ستونزه حل شي خو لوی قرارداديان به د دغه وزارت له نوي ميتود سره سم ځان برابروي.
هغه وويل، پخوا د قراردادونو له کېدو وروسته ډېرې ستونزې رامنځته کېدې خو دوی اوس یې اصول وضع کړي او تر هغه وخته چې قراردادي شرکت اصول مراعات نه کړي، قرارداد نه ورکول کېږي.
د وزارت وياند د قراردادونو په برخه کې د تدارکاتو کمېسيون يادونه هم وکړه چې د دوی تر شرايطو پوره کولو وروسته قراردادي شرکت اړ دی چې دې پروسې ته هم انتظار وکړي، څو په قرارداد کې پوره شفافيت رامنځته شوی وي.
دغه راز د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼي پژواک ته وويل چې د شيخ مصري صنعتي پارک د امنيت او برېښنا په برخه کې يو څه کار شوی خو وايي پلان شته چې ستونزې په بشپړه توګه حل شي.
هغه وايي، د امنيت د تامين په خاطر د پارک په اخر سر کې يوه امنيتي پوسته جوړه شوې چې د ټول پارک ساتنې مسووليت پر غاړه لري.
ده وويل چې ځينو فابريکو ته برېښنا هم ورکړل شوې خو د برېښنا د ظرفيت د کموالي له امله تر اوسه ټولو فابريکو ته برېښنا نه ده ورکړل شوې خو هڅې روانې دي.
هغه د شيخ مصري صنعتي پارک د سړکونو جوړېدو او نورو سهوليتونو په تړاو وويل: ((موږ دغو ټولو برخو ته پلان لرو او ټولې ستونزې به حل شي خو لږ وخت ته اړتيا ده.))
که څه هم په ننګرهار کې پانګونه ډېره ټکنۍ ده خو خلک ټينګار کوي چې د يادو شرکتونو قردادونه بايد نوي شي.










