فراه (پژواک، ٢٤ تله ٩٦): د بار وړونکو موټرو ډېرى چلوونکي په فراه کې له دوى د غير قانوني پيسو له اخيستو سر ټکوي او د هغوى وړاندې شوې شمېرې ښيي چې دوى هره ورځ طالبانو او پوليسو ته نږدې پنځه ميليونه افغانۍ ورکوي.
د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې دغه اندازه پيسې د پوليسو د شاوخوا ٢٠ پوستو له خوا د شيخ ابونصر بندر د فراه تر مرکز او له هغه ځايه د ياد ولايت تر بالابلوک ولسوالۍ پورې اخيستل کېږي او پر دې سربېره د دغه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ په يوه سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري پيسې اخيستل کېږي.
دغه بندر د پشتکوه ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې له ايران سره پر پوله موقعيت لري او د سيمه ييزو سرچينو په وينا، له دغه بندر څخه هره ورځ د افغان سوداګرو له ٢٠٠ زيات موټر د فراه مرکز او د هېواد نورو سيمو ته را داخلېږي..jpg)
د موټر چلوونکو د اټکل له مخې، هر موټر چلوونکى بايد له دې لارو د تېرېدو په صورت کې پوليسو او طالبان ته ٢٤زره افغانۍ په غير قانوني توګه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سوداګر په ورته وخت کې د شيخ ابو نصر په بندر کې د خپلو مالونو قانوني ګمرکي محصول هم ورکوي. د ګمرکي محصول په سلنه کې بېلابېل مالونه وي.
د طالبانو له لوري د نا قانونه پيسو اخيستل
وسله وال طالبان له تېرې يوه نيمې مياشتې راهيسې د پشتکوه لارې په اوږدو کې د “ملا لعلو” کلي اړوند سيمه کې د افغان سوداګرو له مالونو غير قانوني پيسې اخلي.
ياد کلى د پشت کوه د نا امنې ولسوالۍ د مرکز شمال ختيځ لور ته په پنځلس کيلومترۍ کې پروت دى.
د فراه د ګمرک مشر عبدالحليم همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګمرک ادارې د ثبت پر بنسټ، هره ورځ شاوخوا ١٦٠ موټر په قانوني ډول او ځيني هم د ماليې له ورکړې د تېښتې پر مهال له نورو قاچاقي لارو فراه ښار ته داخلېږي.
همت د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د دولت وسله وال مخالفين د پشتکوه په ولسوالۍ کې له يادو ټولو موټرو پيسې اخلي او نوموړي په دې اړه خپلې اندېښنې د فراه له والي او ماليې وزارت سره شريکې کړې دي. 
دغه راز د فراه مرکز يوه اوسېدونکي او موټر چلوونکي وزيراحمد فراهي هم وويل: “له شاوخوا يوه نيمې مياشتې راهيسې طالبانو د ملا لعلو په سيمه کې مرکز جوړ کړى او د سوداګرو له مالونو محصول اخلي.”
د هغه په وينا، وسله وال طالبان موټر چلوونکو ته د ورکړل شوو پيسو يو رسيد هم سپاري.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبان له هر ټېلر موټره له زر تر شپږو زرو پورې افغانۍ اخلي.
هغه زياته کړه، وسله وال طالبان د تېلو له موټر څخه اته زره افغانۍ، د چرګې غوښې له موټره شپږ زره افغانۍ، د سيخ او ګاډرو له موټره پنځه زره افغانۍ، د ايزوګام او کاشيو له موټرونو له يو نيم تر درېيو زرو افغانۍ او د کيمياوي سرې او سمنټو له موټرو له زر تر دوو زره افغانۍ اخلي.
د هغه په وينا، له يادې لارې هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ موټر فراه ښار ته ورځي.
هغه وويل، پر دې سربېره نږدې ٢٠٠ نور موټر چې شاوخوا ٢٥ موټر په کې له تېلو بار وي؛ له محصول پرته نورو ولايتونو ته له همدې لارې تېرېږي چې وسله وال طالبان يې له هر ياد موټره ٢٥زره افغانۍ اخلي.
د يادې اوږدې لارې يوه بل موټر چلوونکي نوراحمد هم د وزيراحمد خبرې تایید کړې او ويې ويل چې هره ورځ له يادې لارې د تېلو شاوخوا ٨٠ موټر، د سيخ او ګاډرو ٢٥ موټر، د کاشيو او ايزوګام ٢٥ موټر، د سمنټو او کيمياوي سرې ٧٥ موټر، د چرګ غوښې يو موټر او دغه راز د نورو بېلابېلو توکو او مالونو ډک موټرونه له يادې لارې تېريږي او طالبان ترې پيسې اخلي.
د هغه په وينا، د تېلو په ٨٠ موټرو کې ٢٥ هغه موټر هم شامل دي چې نورو ولايتونو ته قاچاق کېږي.
د يادو دوو سرچينو شمېر ته په پام سره، اټکل کېداى شي چې وسله وال طالبان هره ورځ په فراه کې په ټوليز ډول له ٢٠٠ زياتو موټرو څخه شاوخوا ١،٤ ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي.
يو شمېر موټر چلوونکي وايي چې دولت بايد د وسله والو طالبانو له لوري د پيسو له اخيستو مخنيوى وکړي، خو يو شمېر نور وايي چې د ملا لعلو په کلي کې د طالبانو پوستې په رامنځته کېدو سره د سيمې امنيت ښه شوى او اوسمهال هغه غله هم شتون نه لري چې پخوا به يې د سوداګرو توکي غلا کول.
د يادې لويې لارې يوه موټر چلوونکي موسى وويل: “په ياده سيمه کې د طالبانو له لوري د پوستې په جوړولو د غلو ګواښونه له منځه تللي او خلک په ډېره ښه توګه سفر کوي؛چې اوسمهال د يادو ټولو سيمو امنيت هم خوندي دى.”
وزيراحمد فراهي هم وويل: “له ډېر وخت راهيسې په يادو سيمو کې ظالمان غله وو، چې د خلکو مالونه به يې غلا، خلک به يې تښتول او موټر چلوونکو سره به يې سخت ظلم کاوه، خو د طالبانو د دې پوستې په جوړېدو سره دغه ګواښونه له منځه تللي دي.”
د وسله والو طالبانو يو وياند قاري محمد يوسف احمدي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته ومنله چې وسله وال طالبان په پشتکوه کې د سوداګرو له موټرونو محصول اخلي.
هغه زياته کړه: “د هېواد له نيمې برخې پر زياتې خاورې زموږ حاکميت دى، موږ د هېواد د لويو لارو او پراخو سيمو امنيت په لاس کې لرو، له همدې امله زموږ کسان له بار وړونکو موټرو پيسې اخلي او په دې اړه موږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د محصول پيسو د راټولولو څانګې جوړې کړې دي.”
د فراه والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان هم ومنله چې وسله وال طالبان په پشتکوه ولسوالۍ کې له موټرو پيسې اخلي، خو دوى د يوې مشخصي سيمې د پيسو له راټولولو ګټه نه شي پورته کولى.
هغه زياته کړه: “تر اوسه چې موږ کوم امکانات په واک کې درلودل؛ په يوه سيمه کې مو پرې د طالبانو د تمرکز مخنيوى کړى دى.”
والي وويل: “د معلوماتو پر بنسټ، زموږ دښمنان د فراه په پشتکوه، شيبکوه، خاکسفېد او بالابلوک په ولسواليو کې د عايداتي دهلېز جوړولو هلې ځلې کوي، څو له دې لارې دوى اکمال شي چې له همدې امله مو د شيخ ابو نصر بندر ترانزيټي لارې ستونزه د هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره شريکه کړې، دوى ژمنه کړې چې په دې اړه به په نږدې راتلونکي کې چټک ګامونه پورته کړي.”
د پوليسو له لوري غير قانوني پيسو اخيستل
د يادې لويې لارې يوه موټر چلوونکي خداى رحيم وويل چې د شيخ ابو نصر فراهي له لارې د پشتکوه او شيبکوه او د فراه مرکز تر فراهرود دوه لارې او د دغه ولايت تر بالابلوک ولسوالۍ پورې د ملي پوليسو ٢٠ پوستې شتون لري او د دغو پوستو له جملې يې هره يوه د سوداګرو له مالونو په غيرقانوني ډول پيسې اخلي.
هغه زياته کړه: “له هر بار وړونکي موټر له سل افغانۍ نيولې، تر دوه زره، درېيو زرو او څلور زرو افغانيو پورې هم اخيستل کېږي، موږ وهي-ډبوي او سپکې سپورې راته وايي، ان د چنې وهلو يا غذر وړاندې کولو په صورت کې موټر ته پورته کېږي او موبايلونه رانه اخلي.”
نوموړي وويل چې د يادې لارې نورې پوستې په ټوليز ډول له هر موټره شاوخوا پنځلس زره افغانۍ اخلي.
يو شمېر نور موټر چلوونکي هم دا تاييدوي چې پوليس د يادې لارې په اوږدو کې له موټرو پيسې اخلي. دوى هم وايي چې له يادې لارې هره ورځ شاوخوا دوه سوه بار وړونکي ډک موټر تېريږي.
دوى وايي، د يادې لارې په اوږد کې د ملي اردو پوستې هم موجودې دي، خو هغوى له موټرو پيسې نه اخلي.
يوه موټر چلوونکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط وويل چې يوازې له بندره تر فراه ښار پورې د ملي پوليسو يوولس پوستې او له فراه ښاره تر فراه رود پورې لس پوستې له موټرو غير قانوني پيسې اخلي.
د هغه په وينا، هر موټر بايد د يادې لارې په اوږدو کې ټولو پوستو ته په مجموعي ډول تر ٢٠زره زياتې افغانۍ ورکړي.
يادو شمېرو ته په پام سره اټکل کولى شو،چې د ابو نصر فراهي له بندر څخه تر فراه رود پورې د پوليسو له لوري هره ورځ له ټولو ٢٠٠ موټرو له ٣،٦ ميليونه افغانيو زياتې پيسې په غير قانوني ډول اخيستل کېږي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل ګلبهار مجاهد د جزئياتو له وړاندې کولو پرته تاييد کړه چې د پوليسو په ځينو پوستو کې له بار وړونکو موټرو په غير قانوني ډول پيسې اخيستل کېږي.
نوموړي د دغو نا قانونه پيسو له اخيستو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل: “پوليس معاش لري، تر ټولو ښه خوراک لري، پوليس له خلکو د پيسو اخيستو حق نه لري او ډريور بايد پوليسو ته د پيسو پر ورکړه مجبور نه شي، موږ پرېکړه کړې چې دوى بايد بدل شي؛ که چېرې اصلاحات راغلل ښه تر ښه او که چېرې رانغلل بايد بيا يې تبديل کړو، دا د فراه امنيې قوماندانۍ له پروګرامونو يو دى.”
د يادې لارې په اوږدو کې د نا قانونه پيسو اخيستو ستونزه له ډېر پخوا راهيسې موجوده ده.
د پژواک د يوه راپور پر بنسټ، د تېر کال په سلواغې مياشت کې د فراه- هلمند لويې لارې يوه پوليس په بالابلوک ولسوالۍ کې هغه مهال يو موټر چلوونکى پر ډزو وواژه چې د غير قانوني پيسو له ورکړې يې ډډه کړې وه.
ګلبهار د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه ستونز له پخوا راهيسې پاتې ده او دا کار تر دې حده ورسېد چې له امله يې يوه پوليس يو موټر چلوونکى هم وواژه او زياته يې کړه چې ياد پوليس د قانون منګولو ته سپارل شوى دى.
د هغه په وينا، په فراه کې له دې وړاندې هم د نا قانونه پيسو د نه اخيستو لپاره ګامونه پورته شوي او يو شمېر پوستې بدلې شوې دي، خو دا ځلې ياده موضوع جدي نيسي او د پوليسو د بدلون تر څنګ به د دوى پر پوستو څارنه هم زياته کړي او هڅه به وکړي چې ټول مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري.
په نا قانونه پيسو اخيستو کې د مافيا لاس
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي، د پوليسو او طالبانو له لوري د غير قانوني پيسو اخيستل ومنل او ويې ويل: “له بده مرغه له سوداګرو نه يوازې په فراه کې، بلکې په ټول افغانستان کې غير قانوني پيسې اخيستل کېږي، په هر ولايت کې توپير لري، په يوه ولايت کې په ٣٠ ځايونو کې په بل کې په ٢٠ ځايونو کې له سوداګرو پيسو اخيستل کېږي، خو لکه څرنګه چې تاسو وويل په دې وروستيو کې په فراه کې دا کار اوج ته رسېدلى دى.”
هغه زياته کړه: “په نا امنو سيمو کې د طالبانو په ګډون د دولت وسله وال مخالفين، په امنو سيمو کې پوليس، ښاروالۍ، سيمه ييز زورواکي او تر دې چې د ولايتي شوراګانو استازي هم په بېلابېلو نومونو له سوداګرو پيسې اخلي.”
د پسرلي په وينا، حکومت څو ځلې ژمنه کړې چې د دې ډول غير قانوني پيسو د اخيستو مخنيوى به کوي، خو تر اوسه پورې د حکومت ژمنې عملي بڼه نه ده خپله کړې.
هغه زياته کړه: “موږ همېشه د سوداګرو په ملاتړ غږ پورته کړى، د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره مو خبرې کړې او تر دې چې دغه ستونزه مو له ولسمشر سره هم شريکه کړې ده او هغه د غير قانوني پيسو د اخيستو په اړه يو کمېسيون ته دنده سپارلې، څو په دې اړه څېړنه وکړي، خو اساسي ستونزه دلته ده چې په ياد کار کې مافيا لاس لري، د کمېسيون د غړو د رښتيني کار مخنيوى کوي او تر اوسه پورې د ياد کمېسيون څېړنو هم پايله نه درلوده.”
نوموړي وويل چې په دې ډول کارونو کې سوداګر نه، بلکې عام خلک زيانمنېږي، ځکه سوداګر ټول لګښتونه د توکو پر بيې ور اچوي او خلک اړ دي چې دا توکي بیا په لوړه بيه وپېري.










