منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې لومړی ځل د کبانو روزنې نږدې سل فارمونه جوړ شوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

فراه (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): په فراه ولايت کې د روان کال له پيله تر اوسه پورې د اوبو له داسې ډنډونو په ګټې اخيستنې چې اوبه يې له ژورو څاګانو برابرېږي، د کبانو د روزنې نږدې سل فارمونه جوړ شوي دي.

که څه هم چې فراه ډېر ګرم ولايت دى او خلک یې سره له دې چې ډېرو ابو ته لاسرسی نه لري خو بیا یې هم د د کبانو روزنې لپاره فارمونو جوړولو ته زمینه مساعده کړې ده.

 د خراسان شرکت د مسوول حميد الله د معلوماتو له مخې چې د کبانو د بچيانو او هګيو د توليد، خوراکي توکو او د کبانو د روزنې د اړتيا وړ نورو توکو د برابرېدو په برخه کې فعاليت کوي د روان (١٣٩٦) کال له پيله تر اوسه پورې د ياد ولايت په مرکز او خاکسفيد، پشترود، شيبکوه او پشتکوه ولسواليو کې د کبانو د روزنې ٩٦ فارمونه جوړ شوي دي.

هغه وويل چې په فراه کې له دې مخکې د کبانو د روزنې فارمونو شتون نه درلود؛ خو سږ کال خلکو دغه کار ته مخه کړې ده؛ ځکه چې لګښت يې کم او ګټه يې ډېره ده. دغه راز د کبانو له غوښې سره د خلکو د لېوالتيا په ډېرېدو سره دې غوښې ته د خلکو تقاضا ډېره شوې ده.

 حميدالله وويل، ده هم د فراه ښار په ختيځ کرجي کلي کې په شل جريبه ځمکه کې د کبانو شپږ فارمونه جوړ کړي دي او پر يادو فارمونو یې درې ميليون افغانۍ پانګونه کړې ده.

هغه زياته کړه چې په هر ډنډ کې د (کپور، کراست او سيلور) ډوله تر درې زره ډېر کبان روزل کېږي؛ ځکه د فراه اوبه او هوا  د دې ډول کبانو ساتنې  لپاره برابره ده.

هغه زياته کړه چې دى او د دغه ولايت نور فارم لرونکي، د لمريزې برېښنا په وسيله له ژورو او نيمه ژورو څاګانو د کبانو د روزنې د ډنډونو اوبه برابروي.

نوموړي وويل چې تر يوې بلې مياشتې د ده شپږ توليدي فارمونه بازار ته وړاندې کېږي.

حميدالله د فراه ولايت د کرنې له رياسته شکايت وکړ او ويې ويل چې د کبانو د روزنې د فارمونو په لومړيو کې يې د دوى په کار کې خنډ رامنځته کړ او د ده د فارمونو د کبانو تلفات ورځ په ورځ په زياتېدو وو؛ خو د کرنې له رياست سره له پرله پسې اړيکو سره سره، دغه رياست هېڅ ډول همکاري ونه کړه.

 پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه د کرنې رياست له چارواکو سره خبرې وکړي؛ خو د ځواب په ترلاسه کولو یې بريالى نه شو.

 قدرت الله فاروقي چې شاوخوا يو نيم کال مخکې يې د لومړي ځل لپاره د فراه د مرکز اړوند په غلام صديق کلي کې د کبانو روزنې فارم جوړ کړ، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د کبانو د روزنې لپاره يې په دوه جريبه ځمکه کې يو ډنډ جوړ کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه ډنډ کې شاوخوا درې زره کراست او سيلور ډوله کبان ساتي؛ ځکه د دې ډول کبانو ساتنه چې خوږه غوښه هم لري، په فراه کې ښه نتيجه ورکوي.

هغه هم وويل چې د اوبو د يادو ډنډونو لپاره د لمريزې انرژۍ په وسيله له ژورې څاه څخه برابروي.

هغه زياته کړه چې د دې ډول کبانو هګۍ په کندهار کې پېرلې او کله يې چې ښه پايله ورکړه، نورو کسانو هم د فارمونو د جوړېدو اقدام وکړ.

هغه وويل چې د ده پر فارم شاوخوا ٦٠٠زره افغانۍ پانګونه شوې ده.

 د فاروقي په وينا، د ډنډ اوبه هره اوونۍ يو ځل بدلوي او په هر پړاو (پنځو مياشتو کې) د کبانو وزن له يوې نيمې تر دوو کيلوګرام پورې رسېږي او يوه کيلو غوښه يې بازار ته له ١٧٠ تر ١٨٠افغانيو پورې وړاندې کېږي.

هغه له خپل کار څخه خوښ ښکاري او ويې ويل چې تر اوسه يې اته ټنه کبان توليد کړي چې څلور ټنه يې په فراه او نور يې په هرات، نيمروز، هلمند او کندهار کې پلورلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ده د کبانو د روزنې د توليد د هر پړاو لګښت شاوخوا ١٥٠زره افغانۍ کېږي او د کبانو د توليد په هر پړاو کې يې شاوخوا ١.٢ ميليونه افغانۍ ګټه کړې ده.

فاروقي زياته کړه چې د فراه ولايت د کبانو د روزنې فارم لرونکي په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې يوه ټولنه هم جوړه کړي او د کرنې وزارت ته د کبانو د کنسرونو د توليد کارخانه او د پروسس د مرکز د جوړېدو وړانديز وکړي؛ ځکه په دغه کار سره له يوې خوا د کبانو د روزنې فارمونه پراخېږي او له بلې خوا د دغه ولايت خلکو ته د کار زمينه هم برابرېږي.

د فراه ولايت خلک هم په ياد ولايت کې د کبانو د روزنې د فارمونو له جوړېدو څخه خوښ دي.

د فراه ولايت اوسېدونکي محمد جاوېد حقمل وويل: “له څه وخت را په دېخوا چې په فراه ولايت کې د کبانو د روزنې فارمونه ډېر شوي، په اسانۍ سره کولاى شو چې د کابو هر ډول غوښه ترلاسه کړو؛ ځکه زه د کبانو له غوښې سره ډېره مينه لرم؛ ان ځيني وخت چې به په کابل کې وم، د کبانو د خوړلو لپاره ننګرهار ته تلم.”

په ننګرهار کې د کورنيو فارمونو د کبانو پر توليد سربېره، له پاکستان څخه هم کبان واردېږي. د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې، د کبانو خوړلو لپاره ننګرهار ته ځي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې پر سيندونو سربېره چې هلته کبان موجود دي، په کابل، ننګرهار، کندهار، هلمند، بلخ، کاپيسا، کندوز، باميان، پروان، نورستان، هرات او نورو ولايتونو کې د کبانو سلګونه فارمونه شته دي.

خو سرچينې زياته کړه چې کورني کبان اړتيا نه شي پوره کولاى او د هېواد ډېرى مصرفي کبان له پاکستان او يوه کمه اندازه يې له ايران څخه واردېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خلکو په وينا، د وارداتي کبانو کيفيت د کورنيو کبانو له کيفيت څخه څو چنده ټيټ دى؛ ځکه د کبانو د ښکار او وارداتي کبانو د مصرف ترمنځ زماني واټن، د کبانو کيفيت خرابوي.

د کب غوښې ګټې

 کب د اوسپنې ښه سرچينه ده او اوسپنه د وينې په جوړېدو او دغه زار د ميکروبونو پر وړاندې د بدن د مقاومت په ساتلو کې مهم رول لري.

په کبانو کې شته اوسپنه داسې ده چې په معده کې يې جذب اسانه او په بدن کې په ښه توګه مصرفېږي.

سربېره پر دې په کبانو کې شته اوسپنه د نباتي سرچينو د اوسپنې جذب هم زياتوي؛ نو ځکه د اوسپنې د کمېدو له امله د وينې د کمېدو په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.

کبان د عصبي سلولونو د فعاليت په تنظيم کې  د پام وړ  “B” گروپ ويټامينونه لري او په پايله کې د عصبي سيستم او دغه راز د پوستکي په روغتيا کې هم اغېزه لري.

دغه راز د “B” ګروپ د ويټامينونو ځيني ډولونه د وينې په جوړېدو کې هم اغېزمن دي؛ نو ځکه د کبانو په مصرفولو سره د اعصابو په روغتيا، د پوستکي د ښکلا او د وينې د کمېدو په مخنيوي کې مرسته کولاى شي.