کندوز ښار (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د کندوز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي موسم په رسېدو سره د سون توکو بيې نږدې دوه برابره لوړې شوې چې له امله يې له ستونزو سره مخ دي.
دا مهال په کندوز کې د يو من (اووه کيلو) لرګيو او د ډبرو سکرو بيه سل افغانۍ ده، خو تېر کال په همدې وخت کې بيا ٦٠ افغانۍ وه.
دغه راز د نفتي توکو او اوبلن ګازو بيې هم په هر لېتر او کيلو کې له لس تر ١٣ افغانيو پورې لوړې شوې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ښار اوسېدونکي همايون د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سون توکو بيې لوړې شوې او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: ((د دغه ولايت اوسېدونکي غريب دي، نه شي کولاى چې يو من لرګي پر سل روپې واخلي، اوس ډېر يخ هم دى، خو چې ډېرو کورنو ته ولاړ شې نو بخارۍ به په کې نه وي روښانه شوې.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دې ستونزې د حل په موخه جدي اقدام وکړي، کنه يو بشري ناورين به رامنځته شي.
د دغه ولايت بل اوسېدونکي رحيم الله هم د سوند توکو له لوړې بيې شکايت کوي او وايي چې حکومت بايد په دې برخه کې کنټرول رامنځته کړي.
هغه زياته کړه: ((نن راغلى يم چې لرګي واخلم، خو دومره يې بيه لوړه شوې چې اوس حيران يم څه وکړم، خالي خو هم کور ته نه شم تللى.))
دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکی جان محمد بيا وايي چې د لرګيو تر څنګ د ګازو او تېلو بيې هم لوړې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال د يو لېتر پټرولو بيه ٤٠ افغانۍ خو سږ کال ٤٨ ده، د يو لېتر ډېزلو بيه تېر کال ٣٨ افغانۍ وه خو سږ کال ٤٥ افغانۍ ده او همدارنګه د اوبلن ګاز بيه هم له ٤٧ افغانيو څخه ٦٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد نرخونه کنټرول کړي؛ ځکه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولاى چې په لوړه بيه د سون توکي وپېري.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د سون توکو پلورونکي بيا وايي چې د نا امنۍ له امله د دغو توکو بيې لوړې شوې دي.
په دغه ولايت کې د لرګيو يوه پلورونکي شېراغا پژواک ته وويل: ((وروستيو جګړو په هره برخه کې زيانونه اړولي دي، دا چې جنګونه و، نو خلکو ونې نه وې کرلې نو ځکه د لرګو بيه هم لوړه ده.))
ده زياته کړه چې نا امنيو د لرګيو تر څنګ د سون د نورو توکو پر بيو هم بدې اغېزې کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې د سون توکو لپاره په بازار کې د خلکو تقاضا لوړه شوې نو ځکه يې نرخونه هم لوړ شوي دي.
دى وايي: ((له يوې خوا ازاد بازار هم دى، حکومت د ډېرې مداخلې حق هم نه لري، خو موږ کوښښ کوو چې له يوې بلې لارې دغه ستونزه هواره کړو.))
خو تيموري د دې بلې لارې به اړه جزئيات ورنه کړل.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په تېرو دوو کلونو کې يې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.
د يادونې ده، د کندوز تر څنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم د ژمي موسم په را رسېدو سره د سون توکو بیې لوړې شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.










