جلال اباد (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د بند امير زون کرکټ لوبډلې د احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو ملي سياليو اتلولي خپله کړه.
د سپين غر، بُست، مس عينک، بند امير او امو زونونو لوبـډلو په ګډون سيالۍ په کابل، خوست او ننګرهار ولايتونو کې په لاره اچول شوې وې.
په ګروپى سياليو کې ټولو لوبډلو اته اته لوبې وکړې چې د سپين غر زون د څلورو لوبو د برياوو ١٠١ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړى او د بند امير زون د درېیو لوبډلو ګټلو سره ٩٩ نومرو سره دويم مقام خپل کړ او دواړه لوبډلو پاىلوبې ته لاره پيدا کړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک ته وويل، د دې سياليو پايلوبه تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل او نن د بند امير زون لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېده.
د دې څلور ورځنۍ لوبې پچه د بند امير لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوى په لومړي اننګز کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٧٤٧ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري يونس احمدزي ٢٠٤، حشمت الله شهيدي ١٦٣ او محمد سردار ٩٤ منډې جوړې کړې.
د بند امير لوبډلې په دويم اننګز کې ٢٦٥ منډې جوړې کړې چې په کې د ضياء الحق ١٠١ مندې شاملې وې.
د سپين غر لوبـډلې د بند امير لوبـډلې د توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړاى، په لومړي اننګر کې يې ١٩٦ او په دويم اننګز کې يې ٢٧٩ منډې جوړې کړې. دغه راز بند امير دا لوبه د ٥٣٨ منډو په توپير سره وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د بند امير له لوري انعام الله خان او وقار سليمانخېل د سپين غر اته، اته لوبغاړي وسوځول.
د بند امير لوبغاړى يونس احمدزى د پايلوبې او د بُست لوبغاړى کريم خان صادق چې په دې سياليو کې يې ٨٧١ منډې ترلاسه کړې او ٢١ لوبغاړي هم سوځولي، د ټولو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.
د دې سياليو د پاى په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ د مسوولينو تر څنګ د ننګرهار ولايت مسوولينو هم برخه اخيستې وه، ګټونکې لوبډلې ته يې د اتلولۍ کپ او لوبغاړو ته يې انعامونه ورکړل.
د بند امير لوبډلې لوبـډلمشر ضياءالحق پژواک اژانس سره په خبرو کې د دې اتلولۍ په ګټلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ټولو لوبغاړو خپله وړتيا وښوده.
هغه زياته کړه چې له دوى سره د کرکټ د ملي لوبډلې، الف لوبډلې او ١٩ کلنو لوبډلې پياوړي لوبغاړي وو او هغوى ډېرې ښې لوبې وکړې.
د سپين غر لوبډلې لوبډلمشر شبير نوري پژواک اژانس ته وويل چې د دوى پياوړى لوبغاړى بهير محبوب چې په دې سياليو کې ښه ځلېدلى و، په ١٩ کلنو لوبډلې کې واخيستل شو او په وروستيو کې نړيوالو جام سياليو ته ولاړ.
د نوموړي په وينا، د بهير تګ د دوى پر لوبډلې او لوبغاوړو ناوړه اغېزه وکړه چې له امله يې دوى په پايلوبه کې ښه ونه ځلېدل.
د دې سياليو کې د توپوهنې په برخه کې د سپين غر لوبغاړي بهیر محبوب په ۷ لوبو کې ۵ سلیزې، دوه نیمه سلیزې ووهلې او تر ټولو زياتې ۱۰۹۶ منډې یې جوړې کړې.
د بندير امير زون لوبغاړي ضياءالحق په ۸ لوبو کې کې ۵ سلیزې، دوه نیمه سلیزې ووهلې او ٩٠٢ منډو سره يې دويم مقام خپل کړ، د بست زون کريم خان صادق په اتو لوبو کې د درېيو سليزو او پنځو نيمه سليزو په وهلو سره درېيم مقام خپل کړ.
دغه راز په توپ اچونه کې د مس عينک لوبډلې لوبغاړى ضياءالرحمن اکبر، د بند امير وقار سلام خېل او د سپين غر زون لوبغاړى ظاهر شېرزاد ټولو ٥٥، ٥٥ لوبغاړي وسوځول.










