ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه افغان کډوال د موټر له برېښنا د استفادې وړ بخارۍ جوړه کړې ده

یوه افغان کډوال د موټر له برېښنا د استفادې وړ بخارۍ جوړه کړې ده

author avatar
29 Dec 2017 - 12:12
یوه افغان کډوال د موټر له برېښنا د استفادې وړ بخارۍ جوړه کړې ده
author avatar
29 Dec 2017 - 12:12

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۶): یو افغان ځوان چې په ایران کې ژوند کوي، توانېدلی چې د موټر له برېښنا د استفادې وړ په اسټنډرډ برابره بخارۍ جوړه کړي چې د موټر تر څنګ په سفري خېمو کې هم کار ترې اخیستل کېدای شي.

د «پرهام نوین طرح خودرو» شرکت عامل مدیر نورمحمد محمدي چې د دغه نوښت رامنځته کوونکی دی، د ایرنا دولتي خبري اژانس ته ویلي، لومړی ځل دی چې په نړۍ کې دغه ډول بخارۍ جوړېږي او په بازار کې دې ته ورته نورې نمونې ډیزلې او نفتي دي.

هغه ویلي: «دغه بخارۍ چې د موټر په برق هم کار کوي، په ټولو وړو او غټو موټرو او همدارنګه په سفري خېمو کې د استفادې وړ دي او د اور لګېدنې او مضر ګاز د تولید هېڅ ډول خطر نه لري.»

دغه نخبه افغان ځوان د یادې بخارۍ پر کم لګښت د ټینګار تر څنګ زیاته کړې: «دغه محصول ان د موټر په ګل حالت کې هم له پنخو تر لسو ساعتونو د کار کولو وړتیا لري او د بطرۍ د برق د کمېدو په صورت کې په اتومات ډول مړه کېږي»

دغه افغان کډوال ځوان د ایران د فارس ولایت د ازاد علمي پوهنتون د موټرو میخانیکي انجنیري له څانګې فارغ دی او د دغه ولایت په مرکز شېراز ښار کې ژوند کوي.

نورمحمد محمدي وايي چې تر اوسه یې په یادو برخو کې تر ۱۵ نوي توکي طرحه او تولید کړي او اووه محصول یې د اختراع په ډول پر خپل نوم د ایران په علمي او څېړنیز مرکز کې ثبت دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.