خوست ښار (پژواک، ١١ مرغومی ۹۶): په خوست کې د غونډو او کنفرانسونو لپاره يوه دوه پوړيزه ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ياده ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لور ته په اداري کمپلېکس کې چې د ولايت مقام او نورې دولتي ادارې په کې دي، جوړه شوې ده.
د خوست والي ګټې اخیستنې ته د يادې ودانۍ د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ودانۍ چې په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړه شوې، د غونډو او کنفرانسونو لپاره دوه لوی تالارونه، دوه پخلنځي، تشنابونه او د ډوډۍ خوړولو ځای لري.
والي حکم خان حبيبي وويل چې پر دې ودانۍ د ښار او کور جوړولو وزارت له لوري ۲۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې يې په تېر يو کال کې بشپړې شوې دي.
هغه زياتوي: ((زه باور لرم چې د دې پروژې په ګټې اخيستنې سره يو طرف د اداري کمپلېکس ښکلا زياته شوه، ولې تر ټولو مهمه دا ده چې په دغه کمپلېکس کې هغه ستونزه چې محسوسېده چې موږ د غونډو لپاره يو مجهز تالار نه درلود، هغه حل شوه.))
والي حکم خان حبيبي همدا راز د ښار او کور جوړولو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د اداري کمپلېکس په لا جوړېدو او سمسورتيا کې له دوی سره نورې مرستې هم وکړي.
په همدې حال د خوست د ښار او کور جوړولو رييس انجنير ابراهيم الله وليزي پژواک اژانس ته وويل چې جوړ شوی یاد تالار په يو وخت کې د شاوخوا ۸۰۰ کسانو ځايولو ظرفيت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










