کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله به د نړيوال جام سياليو کې سبا خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کوي.
د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ سبا د مرغومي په ٢٣مه، په نيوزيلينډ کې پيلېږي.
ياد هېوادونه په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي، افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلينډ سره راغلى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ وياندفريد هوتک د مرغومي په ٢٢مه، له نيوزيلينډ څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ١٩ کلنو ملي لوبډله به سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.
هغه زياته کړه چې د ١٩ کلنو لوبډلې له تېرو څه دپاسه درېيو اوونيو راهيسې په نيوزيلينډ کې ښه تمرينونه ترسره کړي او د نيوزيلينډ له لوبغالو او هوا سره بلد شوي دي.
هوتک وايي،ملي ١٩ کلنې لوبډلې په تمريناتي لوبو کې د بنګله دېش پياوړې لوبډلې او څلورو ځايي لوبډلو ته ماتې ورکړې او لوړ مورال لري.
بلخوا د ١٩ کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر نوين الحق وايي، دوى د نړيوال جام ټولو سياليو او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري.
هغه زياته کړه، دوى له نړيوال روزونکي څخه د لوبې په هره برخه کې ښه روزنه ترلاسه کړې او هڅه به وکړي چې خپل سيالان مات کړي.
د نوموړي په وينا، د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تر دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته دوه ځلې ماتې ورکړې او پاکستان اوس هم ددوى تر فشار لاندې دى.










