کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : دافغانستان کرکټ بورډ د هندوستان له يوه شرکت سره په دوبۍ کې د کرکټ د غوره ليګ شل اووريزو سياليو ترسره کولو يو تړون لاسليک کړ.
دغه تړون د کرکټ بورډ مشر لطف الله عاطف مشعل او د سنيکسر سپورسټس په نامه د هندي شرکت د استازي ترمنځ پرون تر غرمې وروسته په کابل کې لاسليک شو.
په دې مراسمو کې د کابينې وزير، د ملي شورا غړو، يو شمېر معينانو او دافغانستان کرکټ بورډ مسوولينو برخه اخيستې وه.
عاطف مشعل غونډې ته وويل ، دا د وياړ ځاى دى چې افغانستان د کرکټ د يوه نړيوال ليګ څښتن شو.
هغه زياته کړه چې تر اوسه پاکستان، هندوستان، بنګله دېش ، استراليا او ويسټ ا نډيز دا ډول نړيوال ليګونه درلودل.
د مشعل په وينا، دغه ليګ به ددې لامل شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو چانس پيدا کړي او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته يوه ستره عايداتي سرچينه هم وګرځي .
د کرکټ بورډ مشر وويل، ددې ليګ لومړۍ بوديجه به شپږ سوه زره ډالره وي، چې د وخت په تېرېدو سره به يې بوديجه زياته شي.
ده زياته کړه، له دې سره به د افغان لوبغاړو اقتصاد هم ښه شي او سوداګر به هم ترې ګټه پورته کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي مشر شفيق الله ستانکزي وويل، دا ليګ به ددې لامل شي ، چې د افغانستان لوبغاړي د نړۍ له سترو روزونکو څخه روزنه ترلاسه کړي ، ملي لوبغاړي به له مالي او تخنيکي اړخه پياوړي شي .
هغه هيله وښوده چې له دې غوره ليګ څخه به په شپږو کلونو کې له دېرشو نه تر څلوېښتو ميليونو ډالرو ګټه ترلاسه شي .
د ستانکزي په وينا، ددې ليګ لومړي پړاو سيالۍ به د روان زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د سنيکسر هندي شرکت استازي انوراګ جهانور وويل چې دا په نړۍ کې شپږم ليګ شو چې پيلېږي ، تر دې مخکې يواځې پنځو هېوادونو غوره ليګونه درلودل.
هغه زياته کړه چې په دغه ليګ کې پنځه امتيازلرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي، چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام کوي او ټولې لوبې به په ژوندۍ بڼه له تلوېزيون څخه خپرېږي.