ژبه

افغانستان د کرکټ په نړيوال جام کې کوربه نيوزيلينډ ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام سياليو په دويم پړاو کې کوربه هېواد نيوزيلينډ ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پاىلوبې ته لاره پيدا کړه.

د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيلينډ کې روانې دي، افغانستان په ګروپي سياليو کې د دوو لوبو په ګټلو سره دويم پړاو ته لار موندلې وه.

د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٥مه له نيوزيلينډ څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې نن د دويم پړاو په ناک اوټ لوبه کې له کوربه نيوزيلينډ سره لوبه وکړه.

هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هوتک وايي، افغان ١٩ کلنې لوبـډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠٩ منـډې جوړې کړې او نيوزيلينډ ته يې د ٣١٠ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي په زړه پورې لوبه وکړه او د اوو شپږيزو په مرسته يې ٦٦ منډې جوړې کړې، دغه راز رحمان الله ګربز ٦٩، ابراهيم ځدراڼ ٦٨ او بهير شاه ٦٧ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د نيوزيلينډ ١٩ کلنې لوبډلې د زيات هدف له امله تر سخت فشار لاندې وه چې له امله يې په لومړيو کې څلور پياوړي لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو مجيب ځدراڼ او نوين الحق له خوا وسوځول شول.

نيوزيلينډ په ٢٥ منډو خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، پر دې مهال دوو لوبغاړو لږ مزاحمت وکړ، خو چې کله يې منډې ٨٦ ته ورسېدې؛ نو افغان لوبغاړي قيس احمد د دوى مزاحمت هم له منځه يووړو او څلور پرله پسې لوبغاړي يې وسوځول.

په وروستيو مرحلو کې مجيب ځدراڼ يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د نيوزيلينډ پاتې دوه نور لوبغاړي يې هم وسوځول. دغه راز د نيوزيلينډ ټوله ١٩ کلنه لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١٠٦ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه د ٢٠٢ منډو په ستر توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ او قيس احمدر څلور څلور او نوين الحق يو لوبغاړى وسوځولو.

افغان لوبغاړى عظمت الله عمرزي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به په نيمه پاىلوبه له اسټراليا سره مخامخ کېږي.