منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​تېره جنوري مياشت په افغانستان کې تر ٢٠٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۸ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): افغانستان کې تېره مياشت په ١٥٤ بريدونو کې ٢٠٤٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې چې د دسمبر په پرتله  ١٥ سلنه ډېره شوې، پنځمه برخه کابل کې ده.

تېره مياشت د وړمې مياشتې په پرتله مرګ ژوبله په داسې حال کې ١٥ سلنه ډېره شوې چې د بريدونو په شمېر کې څلور سلنه کموالى راغلى دى.

د روان ميلادي کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې ياد بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه  په ٢٧ ولايتونو کې تر سره شوي چې له امله يې١١٩٩ کسان وژل شوي او ٨٤٥  نور ټپيان دي.

شمېرې ښيي چې له هرو ٢١ تنو لسو ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په ځانمرګيو بريدونو، درېيو ته په هوايي بريدونو، دوو ته په هدفي وژنو او يوه ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو بريدونو نږدې نيمايي په فارياب، ننګرهار، هلمند،  فراه او پاتې په ٢٣ نورو ولايتونو کې تر سره شوي دي، خو پژواک تېره مياشت له پنجشير، باميان، خوست، نيمروز، سمنګان، تخار او زابل ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پژواک د يو راپور له مخې، فارياب، ننګرهار، هلمند او فراه په هغو لسو ولايتونو کې شامل دي چې تېر کال يې د وسله والو بريدونو له امله تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله لرله. 

د پوځي او امنيتي چارو شنونکي، په ننګرهار او فارياب کې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت، له پاکستان سره د ننګرهار او هلمند ګډه پوله او له دې لارې د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال او په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي لاملونه بولي.   

د هغوى په اند، فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري؛ ځکه چې له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم وايي، له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار او هلمند موقعيت، په دغو ولايتونو کې د نشه يي توکو شتون او د مخالفينو لپاره د فارياب د موقعيت ځانګړنه د دې لامل دي چې هلته د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر وي او دولت يې پر وړاندې پوځي عمليات تر سره کړي.

دغه راز شنونکي، فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل او له وسله والو مخالفينو د ځينو هېوادونو په تېره بيا ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ د زياتېدو عمده لاملونه ګڼي.

د هغوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت کې د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په موخه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول د ډېټا ژورنالېزم راپورونه