کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶) : افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په دریمه لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره دوه پر یو مخکې شو.
لومړۍ افغانستان او دویمه زمبابوی ګټلې وه او لړۍ مساوي شوې وه.
د درېیمې یو ورځنۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې دتوپوهنې پرېکړه وکړه، د زمبابوي لوبغاړو دا ځل د راشد خان او مجیب ځدراڼ مقابله ونه شو کړای اوټوله لوبډله یې په ۱۵۴ منډو وسوځیدله.
دافغانستان له لوري راشدخان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د زمبابوي پنځه لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز مجیب ځدراڼ درې، دولت ځدران اوګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځولو.
افغانستان یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په ۲۴ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د ملي لوبډلې له لوري رحمت شاه یو ځل بیا ښه وځلید او ۵۶ منډې یې جوړې کړې، ناصر جمال هم نن ښه لوبه وکړه او ۵۱ منډې یې ترلاسه کړې، شهزاد په ۷ اواحسان الله جنت په ۱۲ منډو وسوځیدلو.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن