ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه افغان ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته استول کېږي

لسګونه افغان ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته استول کېږي

author avatar
13 Feb 2018 - 15:57
لسګونه افغان ماشومان د درملنې په موخه جرمني ته استول کېږي
author avatar
13 Feb 2018 - 15:57

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د افغانستان سرې مياشتې ټولنې د هډوکو او سوځېدو پر ناروغۍ اخته ۹۹ ماشومان په داسې حال کې د درملنې لپاره جرمني ته استوي چې شپږ زره نور کسان هم د ورته درملنې په تمه دي.

د افغان سرې مياشتې ټولنې مرستيال او سرپرست ډاکتر ميرويس اکرم نن د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د هغه هوکړه ليک له مخې چې د جرمني د سولې له کلي سره لاسليک شوی، په دغه پړاو کې جرمني ته  د درملنې په موخه د ۳۲ نجونو او ۶۷ هلکانو په شمول له ۱۱کلونو د کم عمر ۹۹ماشومان استول کېږي.

د نوموړي په وينا، هغه ماشومان چې د هډوکو له ماتېدو او سوځېدو وروسته د اختلالاتو پر ناروغۍ  اخته دي او په افغانستان کې يې درملنه نه کېږي، په دوامداره توګه جرمني ته استول کېږي او ټول لګښت يې جرمني هېواد پر خپله غاړه اخيستی.

نوموړي زياته کړه چې ياد شوي ناروغ ماشومان، کابو شپږ مياشتې يا تر دې ډېر وخت په جرمني کې تر درملنې لاندې نيول کېږي او د درملنې تر بشپړېدو وروسته هېواد ته را ستنېږي.

د افغان سرې مياشتې ټولنې مرستيال او سرپرست وويل چې دا افغان ماشومانو ۷۷مه ډله ده چې د درملنې په موخه جرمني ته استول کېږي او تر اوسه تر ۴زره ډېر ماشومانو درملنه شوې او د اړتيا په وخت کې له ياد شويو ماشومانو سره دويم کس هم استول کېږي.

د افغان سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو مشر ډاکتر سليم بهره مند وويل: "د افغاني سرې مياشتې ټولنې روغتيايي خدمتونه، د روغتيايي پروګرامونو، روغتونونو، ثابتو روغتيايي کلينيکونو، او ګرځنده کلينيکونو له لارې ځکه اهميت لري چې د نا امنو او لرو پرتو سيمو خلک تر پوښښ لاندې نيسي."

نوموړي زياته کړه، د هغو ماشومانو ثبتېدو بهير چې زړونه يې سوري دي، مخ پر زياتېدو دی، ځکه په بېلابېلو ولايتونو کې د ايکو مرکزونو د جوړېدو او د تشخيصيه وسايلو په معياري کېدو سره، د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومان ډېر تشخيص کېږي او تر اوسه د ۷زرو تنو درملنه شوې او کابو شپږ زره نور د درملنې په تمه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.