منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کوټ په جګړې ځپلې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٧ کب ۹۶): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې له داعش وسله والې ډلې سره تر اوږدو جګړو وروسته له تېر يو نيم کال راهيسې په دغه ولايت کې د بيارغونې پروژې پيل شوې دي.

د کوټ ولسوال سيد الرحمن مومند له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې تر ماتې خوړلو وروسته له تېر يو نيم کال راهيسې د بيارغونې کارونه پيل شوي دي.

دی وايي، په دغو پروژو کې د پلونو، پولګوټو، استنادي دېوالونو، کلينيکونو او ښوونځيو جوړېدل شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د ولسوالۍ سلګونه اوزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې او تر څنګ يې د پروژو پلي کېدو خلکو ته د ښه ژوند زمينه سازي هم کړې ده.

هغه وايي، اوسمهال د استنادي دېوالونو، يو لوی پول، د ښوونځيو او کلينکونو لپاره د ودانيو جوړېدو پروژې روانې دي او تر څنګ يې د اوبو رسونې شبکو جوړولو کار هم روان دی چې ځيني کارونه يې بشپړ شوي هم دي.

ولسوال وويل، په دې ولسوالۍ کې د خوړ څنګ ته ډېرې ځمکې د بارانونو پر مهال د خوړ اوبو زيانمنې کړې دي چې اوس يې دواړو خواوو ته په اتو پروژو کې ۳۰۰۰ متره استنادي دېوالونه جوړ شوي او ځينو ساحو کې تر کار لاندې دي.

د نوموړي په وينا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو په زرګونه زره جريبه ځمکه د خوړ له اوبو وژغورل شي او ګټه به يې زرګونه خلکو ته ورسېږي.

مومند زياتوي چې د همدغه خوړ پر سر په کلا والو سيمه کې د کلا والو، سعادتمند او حيدرخېلو کليو لپاره د ۳۰ مترو په اوږدوالي د يو لوی پول جوړېدو چارې هم روانې دي چې اتيا سلنه يې بشپړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه پول په جوړېدو سره به د دغو درې واړو کليو شاوخوا ۳۰۰۰ زره کورنۍ د باران اوبو راتلو پر مهال د تګ راتګ له اسانتيا برخمنې شي.

د بټي کوټ ولسوال وايي چې د څښاک د پاکو اوبو رسونې په برخه کې هم ۱۶ پروژې تر کار لاندې دي چې هره شبکه يې له پنځوسو تر سلو کورنيو پورې اوبه ورکوي او له ډلې يې ۴ پروژې يا شبکې تکميل شوې دي.

هغه دغه راز وايي چې د بيارغونې د بهير په دې لړۍ کې د سيد احمد خېلو کلي لپاره د کلينيک ودانۍ هم جوړه شوې او په نږدې وختونو کې به يې د ولايتي ادارې له لوري پرانيسته هم وشي.

سيدالرحمن مومند دغه راز د پوهنې په برخه کې د روان پرمختګ په اړه هم وايي چې د مرکزي لېسې د نجونو او هلکانو لپاره دوه دوه منزله ودانۍ تر کار لاندې دي او کارونه يې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.

ده زياته کړه، يو شمېر نورو اداراو هم ورسره د بيارغونې په برخه کې ژمنې کړې او ژر ده چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې نورې پروژې هم پلې شي.

د کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکى سيد رحيم وايي چې په دغه ولايت کې د داعش د شتون پر مهال د ژوند هره برخه ويجاړه شوې وه.

هغه پژواک ته وويل چې د ګډو ځواکونو له خوا په سيمه کې يې تر عملياتو وروسته اوس د بيارغونې پروژې پيل شوې دي چې په کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د ننګرهار کوټ ولسوالۍ چې د مرکز جلال اباد ښار په پنځوس کيلومترۍ کې پرته ده، شاوخوا درې کاله وړاندې د داعش وسله والې ډلې پر مرکز بدله شوې وه او د دې ولسوالۍ خلک يې سخت ځپلي وو؛ خو د خلکو په پاڅون او د ملي امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې ياده ډله په دې ولسوالۍ کې له ماتې سره مخ شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه