کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : د کرکټ نړيوالې شورا د راتلونکي کال د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو مهالوېش اعلان کړى دى.
د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٩ زېږديز کال د مى په ٢٩مه، د انګلستان په بېلا بېلو ښارونو کې پيلېږي.
د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د غويي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې مهالوېش له مخې به په دغو سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ٢٠١٩ زېږديز کال د جون په لومړۍ نېټه، له دفاعي اتل استراليا سره کوي.
سرچينې زياته کړې چې افغانستان نړيوال جام ته د رسېدو سفر په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې پيل کړى او ويې کولى شول چې په لنډه موده کې د ٢٠١٥ کال نړيوال جام ته چې په استراليا او نيوزيلينډ کې ترسره شو، لاره پيدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره مياشت په زمبابوې کې د نړيوال جام غوراوي سياليو ګټلو سره افغانستان په دويم ځل د يو ورځني کرکټ نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.
په تېر نړيوال جام کې استراليا افغانستان ته ستره ماتې ورکړې وه، استراليا ٤١٧ منډې کړې وې، خو افغانستان يواځې ١٤٢ منډې جوړې کړې.
د کرکټ ملي لوبـډلمشر اصغر ستانکزى وايي : (( له استراليا سره د تېر نړيوال جام لوبه مو هېره کړې ده، له هغې مو ډېرې تجربې ترلاسه کړې اوس به له استراليا سره په نوې روحيه او نويو استعدادونو لوبه کوو.))
هغه زياته کړې، له استراليا سره لومړۍ سخته لوبه به ددې لامل شي چې افغان لوبډله راتلونکو سياليو لپاره ښه چمتو شي.
د راتلونکي کال نړيوال جام سياليو کې به افغانستان د جون په ٤مه له سريلانکا، د جون په ٨مه، له نيوزيلينډ سره، د جون په ١٥مه له سوېلي افريقا سره، د جون په ١٨مه له انګلستان سره، د جون په ٢٢مه، له هند سره د جون په ٢٤مه، له بنګله دېش سره، د جون په ٢٩مه، له پاکستان سره او د جولاى په څلورمه له ويسټ انډيز سره لوبه کوي.