ژبه

“راشد خان د استراليا له مشهور لوبغاړي شين وارن څخه پياوړى دى”

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : د هندوستان مشهور مبصر او پخواني لوبغاړي سنجی منجرېکر ويلي چې راشد خان د استراليا له مشهور لوبغاړي شين وارن څخه پياوړى دى.

د کرکټ په نړۍ کې د افغان ستوري راشد خان مينه وال ورځ تر بلې زياتېږي او د هند شل اووريزو سياليو کې يې په دويم کال هم د راشد خان ځلېدل د کرکټ مينه وال او مبصرين ګوته په غاښ کړي دي.

راشد خان چې تېر کال د هندي کرکټ ليګ ( اى پي اېل) د سن رايزرز حيدراباد له خوا په ٤٠ ميليونه هندي کلدار و په امتياز ا خيستل شوى و، سږ کال د همدې لوبډلې له خوا د ٩٠ ميليونه هندي کلدارو په امتياز واخيستل شو.

هغه په سږنيو  لومړيو درېيو لوبو کې نسبتاً ښه وځلېد، که څه هم ډېر لوبغاړي يې ونه سوځول، خو ډېرې منډې يې هم ورنه کړې او په شل اووريزو لوبو کې د لوبغاړو سوځولو په پرتله د منډو نه ورکول ډېر ارزښت لري.

تر درېيو لوبو وروسته په وروستيو دوو لوبو کې  راشد خان ښه ونه ځلېد او په دواړو لوبو کې يې نږدې ١٠٠ منډې وکړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول.

خو راشد خان په وروستيو دوو لوبو کې يو ځل بيا ښه وځلېد، خپلې تېروتنې يې تکرار نه کړې او په تېرو لوبو کې يې خپلې نيمګړتياوې له منځه يوړې او يو ځل بيا ښه وځلېد.

هغه په شپږمه لوبه کې د ١١ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوځول او تېره شپه يې په اوومه لوبه کې د ١٨ منډو په بدل کې درې لوبغاړي وسوځول او په دواړو لوبو کې غوره لوبغاړى هم اعلان شو.

راشد خان تر اوسه د خپلې لوبډلې له خوا په اوو لوبو کې برخه اخيستې او په درېيو لوبو کې غوره لوبغاړى شوى دى.

د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او اوسنى تلوېزيوني مبصر سنجري منجرېکر تر  بېګانۍ لوبې وروسته په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د هغه په اړه يو ويډيو خپره کړې او خپل نظر يې څرګند کړى دى.

هغه ويلي، د راشد خان په لوبه او توپ اچونه کې ډېر نوښتونه شته چې نور لوبغاړي او په ځانګړې توګه د استراليا د کرکټ ستر لوبغاړى شين وارن يې هم نه لري.

شين وارن د نړۍ يو له سترو ليګ سپنر توپ اچوونکو څخه دى.

منجرېکر ويلي،د راشد خان ځانګړتيا داده چې هغه ځينې توپونه ډېر تېز اچوي او پر ميدان لګېدلو سره په لويه کچه تاوييږي او توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ کوي.

ده زياته کړې : (( د نړۍ سست توپ اچوونکي  په يوه ساعت کې له ٧٠ کيلو مترو څخه زيات تېز توپونه نه اچوي، خو راشد خان کله کله تر ٩٠ کيلو متره پورې هم توپونه اچوي.))

د نوموړي په وينا، دا ډول توپ اچونه ما هېڅکله نه ده ليدلې او که چېرې چا کړې وي، ډېر کم به ليدل شوي وي.

راشد خان د اي پي ايل په روانو سياليو کې لومړى لوبغاړى دى چې تر اوسه يې ١٤٠ توپونه اچولي چې په ٧٢ يې هېڅ منډې نه دي جوړې شوي.