کابل (پژواک ، ۸ غویي ۹۷): د افغانستان کرکټ بورډ او دهندوستان یوې کمپنۍ ترمنځ د افغانستان غوره لیګ تجارتي سیالیو د تنظیم د چارو تړون لاسلیک شو.
پر دغه تړون پرون مازیګر دهندوستان په پلازمینه نوي ډیلي کې د افغانستسان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل او د افغانستان غوره لیګ ای پي ایل تنظیموونکې هندي ټي سي ام کمپنۍ د مشر ملیو شرما لاسلیک کړ.
په دې اړه د خبري ناسته کې د کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل وویل : ((موږ اوس په ډیر مهم پړاو کې یو او د یو منظم کاري پلان سره مخې ته ځو.))
نوموړي دافغان غوره لیګ سیالیو د تنظیموونکې ټي سي ایم کمپنۍ څخه یی مننه وکړه چې پدې برخه کې یې د افغانستان کرکټ بورډ سره یو ځای کار کوي.
مشعل زیاته کړه چې دوی به د ټي سي ایم کمپنۍ سره یو ځای په پوره توان هڅه وکړه، چی دغه لړۍ په بریالیتوب سره مخې ته یوسي او زیاته یې کړه چی افغانستان غوره لیګ اې پي ایل له هر لوري د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د تخنیکي او مالي پلوه ګټور تمامیدلی شي.
د افغانستان غوره لیګ ای پي ایل تنظیموونکې کمپنۍ ټي سي ایم مشر شرما لومړی د افغانستان کرکټ ورستیو لاسته راوړنو باندې رڼا واچوله .
هغه زیاته کړه چی افغانستان په نړیواله کچه په کمه موده کې، د نړۍ سترې بریاوې خپلې کړې او نړیوال جام ته یې هم لاره موندلې ده.
شرما وایي : ((موږ خوښ یو چی افغانستان کرکټ بورډ ددې مهم لیګ سیالیو په بهیر کې له ځان سره یو ځای کړو او دغه لیګ د افغانستان ځوانو لوبغاړو لپاره د ښه راتلونکي زیری هم ورکوي.))
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي هم په خپل وار سره خبرې وکړې او ویې وویل چی افغانستان غوره لیګ اې پي ایل به د نړۍ د دریو غوره لیګونو قطار کې ځای خپل کړي او زیاته یی کړه چی دغه لیګ د افغانستان ځوانو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چی پوره ګټه ترې واخلي.
ستانکزي زیاته کړه افغانستان غوره لیګ به د روان 2018 م کال د اکتوبر په ۵ مه نیټه پیل او تر ۲۳مې نیټې به دوام وکړي او په هره لوبه کې به ۷ افغان او ۴ بهرني لوبغاړي ګډون وکړای شي او ټولې به ۲۴ لوبې ترسره شي.
د یادوړ ده، چې څو میاشتې مخکې په کابل کې ددې سیالیو دترسره کولوتړون له سنیکسر په نامه یوې بلې هندۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی و.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک ته وویل، چې هغه کمپنۍ به داسیالۍ پر مخ وړي او نوې کمپنۍ به یې دتنظیم چارې ترسره کوي.