ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې اپرېل میاشت نږدې ۲۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هېواد کې اپرېل میاشت نږدې ۲۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 May 2018 - 16:56
په هېواد کې اپرېل میاشت نږدې ۲۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 May 2018 - 16:56

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٧): په افغانستان کې تېره (اپرېل) مياشت په ١٧٣ بريدونو کې نږدې ٢١٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېرې ښيي چې د مرګ ژوبله کچه د مارچ په پرتله ١٥ سلنه لوړه شوې ده.

دغه راز د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک د مياشتنيو راپورونو له مخې، وړمه (مارچ) مياشت کې د هېواد په ٣١ ولايتونو کې ١٧١ بريدونه ترسره شوي وو او په دغو بريدونو کې ١٠١٨ تنه وژل شوي او ٧٩٢ نور ټپيان وو.

د روان ميلادي کال په اپرېل مياشت کې د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په اپرېل کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٧ کې ١٢٢٠ کسان وژل شوي او ٨٦٦ نور ټپيان دي.

ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٥ کسانو څخه اتو ته په مخامخ نښتو، دوو، دوو ته په هوايي او ځانمرګو بريدونو او يوه، يوه ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

 

 

اپرېل کې د ټولو بريدونو تر نيمايي ډېر په فارياب، ننګرهار، غزني، جوزجان او کندوز کې او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک تېره مياشت له باميانو، نورستان، پنجشېر، پکتيا، نيمروز، تخار او نورستان ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پوځي چارو شنونکى جاوېد کوهستاني وايي، ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې هلته د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډله هم ستر مرکز لري او دغه ولايت له پاکستان سره پر پوله پروت دى.

د ده په وينا، وسله وال مخالفين په اسانۍ سره کولاى شي په ننګرهار کې له پاکستانه خپل اکمالات وکړي.

هغه وويل چې فارياب، جوزجان او کندوز کې قومي اختلافونو او دغه راز دغو ولايتونو ته د دولت د پاملرنې د کموالي له امله، له دولت څخه د خلکو ناخوښي د دې لامل شوې چې وسله وال مخالفين هلته نفوذ پيدا کړي او ځيني کسان ورسره ملګري شي.

دى وايي، د همدغو لاملونو له مخې، په دغو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پوځي تحرکات زيات دي او چېرې چې د مخالفينو تحرکات زيات وي، هلته د دولتي ځواکونو پوځي عمليات هم ډېر وي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي هم وايي، په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي چېرته چې د دولت وسله وال مخالفين ډېر فعاليت ولري.

 

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول١٢٢٠ کسان وژل شوي او ٨٦٦ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

 

 

 

 

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد دې نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله په کې نه وي اوښتې، خو د اپرېل ٢٢مه د دې مياشتې تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

په دې ورځ ٩٧ تنه وژل شوي او ١٣٦ نور ټپيان دي. د دې ورځې تر ټولو خونړى بريد د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د تذکرو د وېش پر يوه مرکز د داعش ډلې ځانمرګی بريد و چې ٦٩ تنه په کې ووژل شول او ١٢٠ نور ټپيان شول.

لس هغه ولايتونه چې ډېره مرګ ژوبله لري

 

 

په کابل کې د اپرېل په ٢٢مه د تذکرو د وېش پر مرکز او څلورو نورو بريدونو تر څنګ، د اپرېل په دېرشمه د داعش ډلې په دوو ځانمرګيو بريدونو کې د نهو خبريالانو په ګډون ٢٥ تنه ووژل شول او د ٧ خبريالانو په ګډون ٤٥ تنه نور ټپيان شول.

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردک وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى کچه د جګړې په ډول او تکيتک پورې اړه لري. د ده په وينا کابل کې ځکه بريدونه ډېر خونړي دي چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې تر سره شوي دي.

هغه وايي چې په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

افغانستان کې د تېرو کلونو تجربه ښيي چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېرېږي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى

د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي چې سږ کال تر اوسه د تېر په پرتله خونړى دى.

په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو څلورو مياشتو کې هره ورځ ٥٤ کسانو، خو د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې هره ورځ ٦١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، سږ هم د تېر په څېر مرګ ژوبله مخ په ډېرېدو ده او تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

موږ مه وژنئ!

د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه واحد سيمې اوسېدونکى نصرت الله ستانکزى وايي:” افغانستان کې د نورو هېوادونو نيابتي جګړه روانه ده او قربانيان يې افغانان دي. موږ له ټولو هغه هېوادونو او استخباراتي کړيو چې افغانستان کې يې د خپلو ګټو لپاره جګړه روانه کړې، غواړو چې نور موږ مه وژنئ!”

دى وايي، د افغانستان په جګړه کې په بېلابېلو نومونو افغانان وژل کېږي، خو د دې جګړې ګټه نور ترلاسه کوي.

هغه د افغانستان له دولت او د دولت له وسله والو افغان مخالفينو غواړي چې سوله وکړي او له دې لارې د افغان وژنې لړۍ ته د پاى ټکى کېږدي.

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصبور هم وايي: “زه د يو افغان په توګه هم له دولت او هم د دولت له وسله والو مخالفينو غواړم چې سوله وکړي. هغوى ته خواست کوم چې نور خپل هېوادوال مه وژنئ!”

هغه ښکېلو لورو ته په خطاب کې زياتوي: “تر کومه به مو هره ورځ خويندې کونډې کېږي، تر څو به مو هره ورځ ګلالي ماشومان بې پلاره کېږي، تر څو به مو هېواد ورانيږي او … راځئ سوله وکړئ او په يوالي سره مو په هېواد کې د ټولو بهرنيو دښمنانو د لاسوهنو او افغان وژنې مخه ونيسئ.”

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.