ژبه

افغانستان په دويمه شل اووريزه لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى  ٩٧): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دويمه شل اووريزه نړيواله لوبه کې هم بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

ددواړو هېوادونو ترمنځ د درېيو شل اووريزو لوبو لړۍ د هندسوتان په دهرادون ښار کې روانې دي.

بيګا ماښام ددويمې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې دتوپوهنې پرېکړه وکړه، د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله دبنګله دېش لوبډلې په شل اووريزونو کې داتو لوبغاړو په سوځېدلو ١٣٤ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري يو ځل بيا راشد خان ښه وځليد او څلور لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز نبي ٢، شاهپور او کريم جنت يو يو لوبغاړى وسوځولو.

افغانستان ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په نوولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه يې وکړه.

د ملي لوبډلې له لوري سميع الله شينواري ٤٩، محمد نبي ٣١، شهزاد ٢٤ او عثمان غني ٢١ منډې جوړې کړې.

راشد خان يو ځل بيا د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان لومړۍ هم ګټلې وه او ټاکل شوې ده، سبا درېيمه لوبه ترسره شي.

ورته موضوع