خوست ښار (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٧): د خوست اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سالدانې ناروغۍ پر زياتېدو اندېښنه ښيي او له عامې روغتيا څخه يې د مخنيوي غوښتنه کوي.
د خوست ولايت د مرکز اړونده د متون سيمې اوسېدونکي نبي ګل منګل پژواک اژانس ته وويل چې د کورنۍ غړى يې د سالدانې ناروغي لري څو ځلې يې روغتون ته وړى، خو درملنه يې نه ده شوې.
هغه زياته کړه،د ولايت په مرکزي روغتون کې ورته ويل شوي چې انتظار دې باسي، اوس درمل خلاص شوي دي.
دى وايي :(( ناروغ مې ورځې تر بلې د خرابېدو په حال کې دى، ستونزې يې ډېرې شوې دي دومره وسه نه لرم چې بل ځاى ته يې ددرملنې لپاره يوسم.))
د منګل په وينا، د سالدانې يوه پيچکاري په خصوصي کلينيکونو کې په شپږ سوه افغانۍ ده، چې دى يې نه شي اخيستلى.
د خوست ښار يو بل اوسېدونکى عبدالکريم هم وايي چې خپل ناروغ يې څو ځلې د خوست د ملاريا اولشمانيا امريت ته وروستلى، خو ناهيلى بېرته را وګرځېد،ځکه په روغتون کې پيچکارۍ خلاصې شوې دي.
د خوست ښار يو بل اوسېدونکى خليل الله بيا وايي چې د عامې روغتيا مسوولين د سالدانې درمل د احتياط لپاره له ځانه سره ساتي، خو بيا يې تاريخ تېر شي او له کار ولويږي.
هغه په دې برخه کې د فساد ادعا کوي او وايي چې په روغتون کې نه وي، خو په ښاري کلينيکونو او درملتونونو کې پيدا کېږي.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک ته ياده ستونزه ومنله.
هغه زياته کړه، د سالدانې ددرملو کمښت نه يواځې په خوست، بلکې په ټول هېواد کې شته او په دغه برخه کې يې له همکارو روغتيايي موسسو مرستې غوښتې دي.
خو ياد مسوول په دې برخه کې د فساد موضوع رد کړه.
سالدانه يا لشمانيا يو ډول دانه ده چې د غوماشې په واسطه خپرېږي او د نه پاملرنې په صورت کې غټيږي.
د ډاکټرانوپه خبره چې نوراختلاطات ترې راپيدا کېدای شي، کال وروسته په خپله له منځه ځي خوپرې د اخته شوي کس په جسم باندې د تل لپاره داغ پرځای پرېږدي او انسان بدرنګه کوي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










