ژبه

​راشد خان بې وزلو سره د مرستو لپاره خيريه ټولنه جوړه کړه

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : د کرکټ ملي لوبغاړي  راشد خان بې وزلو خلکو سره د مرستو لپاره خيريه ټولنه جوړه کړې ده.

نوموړي دغه ټولنه د “راشد خان خيريه بنسټ” په نامه جوړه کړې او په پام کې لري چې لومړی په افغانستان کې له شاوخوا ۵۰۰ يتيم ماشومانو سره د ښوونځي په ورتګ کې مرسته وکړي.

راشد خان په ټولنيزه شبکه فيسبوک پاڼه کې ليکلي : (( درنو افغانانو! ستاسو د دعا په برکت مې د خپل ګران هېواد او هېوادوالو لپاره د خیر یو بل ګام اوچت کړ. د “راشد خان خیریه ټولنه” مې جوړه کړه. ))

هغه زياته کړه، چې ټولنه به په لومړي قدم کې افغان يتيمانو د پالنې او تعلیم لپاره کار کوي. ورسته به بیا په روغتيايي،  پاکو اوبو د رسولو او نورو بشري برخو ته فعالیت غځوي.

راشد خان ويلي، چې د خپلو هېوادوالو په مرستې او دعاوو دې ځای ته رسېدلى  او اوس يې وخت دی چې د خپل وس سره سم له خپلو خلکو سره مرسته وکړي.

په ټولنيزو شبکو کې سلګونو افغانانو او نورو خلکو د راشد خان ددغه اقدام هرکلى کړى دى.

تر دې مخکې د کرکټ بل ملي لوبغاړي کريم صادق هم خلکو سره د مرستې لپاره يوه خيريه ټولنه جوړې کړې ده.