ژبه

عزيز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو

کابل (پژواک، ٢٨ وږى ٩٧) : عزيز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه وټاکل شو.

د چارو ادارې له خوا د وږي په ٢٨مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ديوه حکم له مخې عزيز الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه ټاکلى دى.

د ولسمشر په حکم کې راغلي چې د اساسي قانون د ١٣ مې مادې د ٦٤مې فقرې له مخې، د عاطف مشعل پر ځاى د افغانستان کرکټ بورډ د رييس په توګه د عزيز الله فضلي مقررېدل منظور دي.

ولسمشر د حکم په پاى کې د فضلي لپاره د بريا دعا کړې ده.

عزيز الله فضلي له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

د يادونې ده چې شاوخوا يو کال او لس مياشتې مخکې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د مشر په توګه ټاکل شوى و.

څو ورځې مخکې د افغانستان غوره ليګ کې د ځينو ملي لوبغاړو د نه اخيستل کېدو له امله پر مشعل او کرکټ بورډ ځينې نيوکې وشوې، د نور علي او شاه پور ځدراڼ په ګډون ځينو ملي لوبغاړو چې له ياد ليګ څخه پاتې شوي وو،شکايت او اعتراض کړى و.

د دغو ملي لوبغاړو تر اعتراضونو وروسته په ټولنيزو شبکو کې په پراخه کچه د کرکټ پر مسوولينو نيوکې وشوې.

د مشعل د واکمنۍ پر مهال د کرکټ بورډ شاوخوا ٢٥ مديرانو او نورو کارکوونکو د احتجاج په توګه استعفاوې ورکړې وې او په يو شمېر ولايتونو کې لاريونونه هم شوي وو.

ورته موضوع