ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د کابل پر سيند نوی جوړ شوی پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د کابل پر سيند نوی جوړ شوی پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

author avatar
6 Dec 2018 - 15:51
لغمان کې د کابل پر سيند نوی جوړ شوی پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
author avatar
6 Dec 2018 - 15:51

مهترلام (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د کابل پر سيند نوى جوړ شوى د شهيدان پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پول د پرانیستې په مراسمو کې والي اصف ننګ او نورو چارواکو ګډون کړی و.

هغه زياته کړه، یاد پول ١٠٠ متره اوږودوالى لري او د څه باندې یو څلوېښت میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوى دى.

د لغمان د کلو بیارغونې او پراختیا ريیس امان الله میاخېل وايي، دا پول د ١٠٠ مترو په اوږوادوالي او د شپږو مترو په سور په پاخه او اساسي ډول جوړی شوی دی.

د هغه په وینا، د شهیدانو پل لپاره ۲۶۰ متره محافظوي دېوال، درې پلچکونه او د ۸۹۰ مترو په اوږدوالي په پاخه او اساسي ډول سرک هم رغول شوی دی.

د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چې په دغه ولایت کې د رغونې کارونه په ګړندي ډول روان دي او یاد پل یې ولایتي ادارې او د سیمې خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.

ننګ زیاته کړه چې د شهیدانو له پله به د سیمې درې لوی کلي بر شهیدان، کوز شهیدان او ګنداب سیمې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ استفاده کوي.

نوموړی وایي، د دغه پل په جوړېدو سره به د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي.

ولايتي اداره وايي چې اوس مهال د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت ګڼې د رغونې پروژې په مرکز او ولسوالیو کې تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.