منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​لندن کې افغان سوک وهونکی خپلې سیالۍ ته د تمرین لپاره افغانستان ته راغلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، سلواغې لومړۍ نېټه۹۷): لندن مېشتی افغان سوک وهونکی سهيل احمد وايي، په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګليس رقيب ماتولو لپاره هېواد ته د سختو تمرينونو ترسره کولو په موخه راستون شوی دی.

سهيل احمد له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، د روان ميلادي کال د اپرېل په ۵مه د انګلستان پلازمېنې لندن کې له انګليسي سيال سره د سوک وهنې سيالي لري.

سهيل احمد اصلاً د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي کلي اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۲ کلونو راهېسې په لندن کې مېشت دی. دی ۱۲ کلن و چې له خپل هېواده انګليستان ته کډوال شوی دی.

نوموړی وايي، د سوک وهنې لوبه يې همالته زده کړې خو لوبې يې ټولې د افغانستان لپاره ترسره کړې دي.

دی زیاتوي، تر اوسه يې د بېلابېلو اروپايي هېوادونو له ۱۴ لوبغاړو سره سيالۍ کړې چې ۱۳يې ګټلې او يوازې د يوه رقيب پر وړاندې يې ماتې منلې ده.

سهيل احمد ادعا کوي، لومړنی افغان سوک وهونکی دی چې په نړيوالو مسلکي لوبو کې په قانوني شکل برخه اخيستی شي؛ ځکه نورو افغان سوک وهونکو تر اوسه نه مسلکي لوبه کړې او نه يې هم د مسلکي لوبو تمرينات او ازموينو کې برخه اخيستې ده.

هغه د سوک وهنې د مسلکي لوبو په تړاو وويل: ((د مسلکي او غير مسلکي لوبو ترمنځ فرق دا دی، مسلکي ته بايد په يو نړيوال فدراسيون کې راجسټر اوسې او چې هره مسابقه کوې، هغه راجسټر کېږي ستا ريکارډ کې خو غير مسلکي لوبو کې دا هېڅ نشته.))

دی وايي، که د افغانستان د سوک وهنې فدراسيون ترې مرسته وغواړي، نو دې به زمينه برابره کړي او همکاري به وکړي چې نور افغان سوک وهونکي هم مسلکي سوک وهنې ته لار پيدا کړي.

دی وايي، د روان کال د اپرېل مياشتې په ۵مه نېټه په لندن کې له انګليسي سيال "فيليف باوز" سره سيالي لري او په همدې موخه هېواد ته راغلی چې دلته تمرينات وکړي او لوبې ته چمتووالی ونيسي.

هغه زياتوي، که څه هم ورته په لندن کې امکانات زيات وو خو ځکه خپل هېواد ته د تمرين لپاره راغی چې يوه جذبه له ځان سره يوسي او دلته نور سوک وهونکي مسلکي لوبې کولو ته وهڅوي.

د يادولو ده، په افغانستان کې د سوک وهنې لوبه په ۱۳۲۳ لمريز کال کې وروسته له هغه پيل شوه چې د سوک وهنې نړيوال اتل محمد علي کلى په نړۍ کې وځلېد؛ نو دلته يې هم مينه وال پيدا کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې