کابل (پژواک، ۱۷ کب ۹۷) : افغانستان د کرکټ په څلورمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته سترې ورکولو سره د روانو لوبو لړۍ کې دوه پر یو مخکې شو.
د دواړو هیوادونو ترمنځ دا لوبې د هندوستان په دهرادن ښار کې روانې دي.
د څلورمې لوبې پچه ایرلینډ وګټله خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د افغانستان لوبغاړو خرابه لوبه پیل کړه او په ۸۰ منډو یې ۶ لوبغاړي سوځیدلي وو، خو د لوبډلمشر اصغرافغان ، محمد نبي او راشد خان د ښې توپوهنې له امله افغانستان په ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۲۳ منډې جوړې کړې.
د ملی لوبډلې له لوري محمد نبي ۶۴، اصغر افغان ۵۴ او راشد خان ۵۲ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډلوبډلې هم ښه پیل ونه کړ او په وقفه یي توګه یې لوبغاړي سوځیدل او هیڅ یو لوبغاړی یې د افغان توپ اچوونکو سمه مقابله ونه شو کړای.
د افغانستان له لوري افتاب عالم ۴، راشد خان او مجیب ځدراڼ دوه، دوه، محمد نبي او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړي وسوځول.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
تر دې مخکې افغانستان او ایرلینډ یوه یوه لوبه ګټلې وه او یوه لوبه د باران له امله بې نتیجه پای ته رسیدلې وه.