ژبه

دنیوزیلینډ پر دوو جوماتونو برید کې ۴۹ مسلمانانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۷) : د نیوزیلینډ په کرایس چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د ترهګرو بردونو کې ۴۹ مسلمانان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې نن د جمعې د لمانځه پر مهال شوي دي.

د نیوزیلینډ حکومت ویلي، چې په دې بریدونو کې ۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

برید ګرو د خپلو بریدونو ویډیو هم ثبت کړې او بیا یې په فیسبوک کې خپره کړې ده.

بلخوا په ګاونډي هیواد اسټرالیا کې دافغانستان سفیر وحیدالله ویسي ویلي،. چې د یادو پيښو کې یو افغان هم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

دغه پيښه په نړیواله کچه غندل شوې ده.