ترينکوټ (پژواک، ۱۱ ورى ۹۸): د اروزګان والي وايي، که طالبان د پوليو واکسين د پلي کولو پر وړاندې شته ګواښونه لرې نه کړي او کمپاين ته کور په کور اجازه ورنه کړي، نو د ګوزڼ ناروغي به په دغه ولايت کې په چټکۍ سره خپره شي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليو يوه تازه پېښه ثبت شوې ده.
د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايي، که طالبان د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د پوليو واکسین د تطبیق پر وړاندې شته خنډونه لرې نه کړي او دغه کمپاين ته کور په کور د پلي کېدو اجازه ورنه کړي، بدې پايلې به ولري.
هغه زياته کړه، په وروستیو څو میاشتو کې د ګوزڼ وايروس درې مثبتې پېښې يوازې په چارچینو ولسوالۍ کې ثبت شوې او ګوزڼ وهلي ماشومان هم د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
والي وايي، نه يوازې د دغه کمپاين پر وړاندې شته خنډونه لرې شي، بلکې اړينه ده چې د دغه کمپاین لپاره په پراخه کچه د عامه پوهاوي په برخه کې هم کار وشي او هر څوک خپل مسوولیت ادا کړي.
د سعید په وينا، د کورنۍ مشران، ديني عالمان، مخور او په ټوله کې بانفوذه اشخاص باید له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د واکسین په برخه کې لاس په کار شي.
د اروزګان روغتیایې مسوولین بیا وايي، نه يوازې طالبان د پولیو واکسین د پلي کولو پر وړاندې ګواښ دي، بلکې د عامه پوهاوي نه شتون او د کورنيو له خوا خپل کم عمره ماشومانو ته د واکسین نه کول هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې د پولیو دري پېښې ثبت شوي.
د عامي روغتیا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل وايي، هغه درې ماشومان چې تازه د دې ناروغۍ ښکار شوي، د کورنيو مشران يې د واکسین پر وړاندې سخت مخالفت درلود.
د هغه په وينا، هر کله چې به د دوی رضاکاران د هغوی د کورونو مخې ته ورتلل، دوی به د واکسین د نه کولو ګواښ کاوه.
میاخېل وايي، ګوزڼ وهلي ماشومان تر ډېره د ځايي طالب قوماندانانو زامن دي او يا هم د هغوی د خپلوانو د کورنیو غړي دې.
د اروزګان د عامي روغتیا رييس وايې، هڅه کړي چې د پولیو واکسین د هر کمپاین لپاره ټولې اسانتياوې برابرې او د ولايت په ټولو سيمو کې دغه کمپاين عملي کړي.
مياخېل وويل، دغه ځل هم د پولیو درې ورځني کمپاین لپاره د هغوی څه باندي ۱۶۰۰ سوه رضاکاران او ۳۰۰ سوه مبلغین به د دغه ولایت څه کم دوه سوه زره کم عمره ماشومان واکسین کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










