لښکرګاه (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): د هلمند د فوايد عامې رييس تور پورې کوي چې وسله والو طالبانو په ډېرو سيمو کې پر ماينونو او يا هم په قصدي ډول پاخه سړکونه اړولي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي دغه څرګندونې د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په ډېرو سيمو کې پاخه سړکونه اړولي او ځينې لارې يې هم د خلکو پر مخ تړلې دي.
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې يواځې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې شپږ کيلومتره، په لښکرګاه کې درې کيلومتره او چاه انجير سيمه کې څلور کيلومتره سړکونه اړولي دي.
هغه زياته کړه: ((د چاه انجير پر سړک تر اوسه کار روان دى، خو طالبانو يې بيا يوه برخه پر تراکټور اړولې ده.))
د نوموړي په وينا، دوى ډېره بودجه نه لري چې د طالبانو له لوري ټول اړول شوي سړکونه بېرته جوړ کړي خو سره له دې هم تر اوسه شل کيلومتره سړک بېرته جوړ کړى دى.
د عبيدي د معلوماتو له مخې، دا مهال د فوايد عامې رياست له خوا په نادعلي او مارجې ولسواليو کې پر هغو سړکونو کار روان دى چې د طالبانو له لوري اړول شوي دي.
دغه راز د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي روح الله پژواک ته وويل: ((ما پر خپلو سترګو وليدل چې طالبانو په ټراکټور سړک واړوه، بيا يې د سړک پر سر خاورې واچولى ترڅو خلک او موټر پرې تګ راتګ ونه کړي.))
همدارنګه د لښکرګاه د دوراهي سيمې اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل چې طالبانو په دې سيمه کې نږدې درې کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((په ځينو ځايونو کې يې لارې هم د خلکو پر مخ تړلې، ځيني سړکونه په ماينونو خراب کړي او ځينې نور يې بيا ټراکټور اړولي دي.))
خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو په هېڅ ځاى کې په قصدي ډول سړکونه نه دي اړولي.
هغه وايي: ((دا خبره حقیقت نه لري، موږ قصداً کوم سړک نه دی اړولی، البته که په کومه جنګي سیمه کې سړکونو ته د جګړې له امله زیان اوښتی وي، دا ممکن دي. خو په جګړه کې انسانان هم مری، سړک لا ټيټ قیمت لري.))
د يادونې ده، له دې وړاندې د غزني چارواکو ويلي وو چې وسله والو طالبانو د غزني- پکتيکا لويې لارې پنځه کيلومتره سړک اړولى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










