ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرکټ بورډ سره دالکوزي  شرکت د څو ميليوني ډالرو قرارداد ولې فسخ شو؟

له کرکټ بورډ سره دالکوزي شرکت د څو ميليوني ډالرو قرارداد ولې فسخ شو؟

author avatar
15 Jul 2019 - 11:09
له کرکټ بورډ سره دالکوزي  شرکت د څو ميليوني ډالرو قرارداد ولې فسخ شو؟
author avatar
15 Jul 2019 - 11:09

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : د الکوزي شرکت وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ترې نا قانونه غوښتنې لرلې، ځکه يې ورسره د مالي ملاتړ قرارداد فسخ کړى دى.

د الکوزي شرکت د ٢٠١٥  زېږديز کال د مې په ١٨مه، د افغانستان کرکټ بورډ سره د لسو کلونو لپاره د مالي ملاتړ يا سپانسر قرارداد لاسليک کړى و چې ددې قرارداد له مخې به دغه شرکت هر کال يو ميليون او ٣٠٠ زره امريکايي ډالر د کرکټ پر چارو لګول .

خو د ٢٠١٩ زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې دغه قرارداد د الکوزي شرکت او کرکټ بورډ ترمنح د ځينو ستونزو له امله فسخ شو.

د الکوزي شرکت د مارکېټنګ څانګې مسوول نوريالي ابراهيمي د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ددې قرارداد د فسخ کېدو لاملونه په ګوته کړل.

هغه زياته کړه، ددې مالي ملاتړ لپاره کرکټ بورډ دوى ته مراجعه نه وه کړې، بلکې د الکوزي شرکت د مشرتابه هيله وه چې له کرکټ بورډ سره مالي مرسته وشي او شرکت، کرکټ بورډ ته ددې کار لپاره مراجعه کړې وه.

دى وايي : (( موږ ولاړو هغه مهال د کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي ته مې وويل چې خپلې اړتياوې راته په ليکلې بڼه راکړئ، هغوى د پروپوزل په شکل   خپلې اړتياوې راکړې.))

د ابراهيمي په وينا، هغوى د هر کال پر سر د يو ميليون او ٧٠٠ سوه زره ډالرو غوښتنه کوله، خو دوى ورته وويل چې د کرکټ نړيواله شورا او دولت هم له بورډ سره مرستې کوي.

خو ده زياته کړه، تر خبرو اترو وروسته د کال د يو ميليون او ٣٠٠ زره ډالره د مالي ملاتړ قرارداد يې ورسره لاسليک کړ.

نورىالى ابراهيمي وايي، د قرارداد له مخې، پرېکړه شوې وه چې کرکټ بورډ به دوى ته خپل رغنيز پلانونه ورکوي او دوى به يې  تر ارزيابۍ وروسته تطبيقوي.

ده وويل،په دې قرارداد کې د کرکټ لوبغالى، په لوبغالي کې څوکۍ او نور د بيارغونې کارونه، اکاډمي ګانې جوړول او د ملي لوبډلې د بهرنيو سفرونو او ځينو داخلي لوبو لګښتونه شامل وو.

د هغه په وينا، په دې قرارداد کې د کارکوونکو يا لوبغاړو معاشونه او فيسونه شامل نه وو، ډېرى د بيارغونې کارونه او نور لګښتونه شامل وو.

د الکوزي شرکت د بازار موندنې څانګې مسوول وايي چې په ٢٠١٥ کال کې کرکټ بورډ بوديجه سمه مصرف نه کړه، دوى ورسره ومنله او دا يې ٢٠١٦ کال کې انتقال کړه.

ده زياته کړه، په ٢٠١٦ کال کې د کابل نړيوال لوبغالي جوړولو خبره وشوه، چې په کې به ٢٥ زره کسان ځاييږي، خو دغه کار هم ونه شو، په دې کال کې هم بوديجه مصرف نه شوه او بوديجه يې ٢٠١٧ کال ته انتقال شوه.

نوريالى وايي، د الکوزي شرکت رييس په ٢٠١٧ کال کې د کابل لوبغالي جوړولو لپاره يو ميليون ډالر نورې ځانګړې پيسې منظورې کړې ، خو هغوى هېڅ کار ونه کړ.

د الکوزي شرکت دغه مسوول وويل، په ٢٠١٨ کال کې ټول ٣،٢ مليون ډالر وو، چې دوه ميليونه ډالر د ساختماني کارونو لپاره ( د بهسودو او پکتيا لوبغاړو) او ١،٣ ميليون دالر د نړيوال جام د چمتووالي د کارونو لپاره ځانګړي شوي وو.

خو هغه زياته کړه، کرکټ بورډ په دې اړه هېڅ پلان ورنه کړ او تر اوسه نه د پکتيا لوبغالى جوړ شو او نه هم د بهسودو پر لوبغالي باندې کوم کار شوى دى.

نوريالي ابراهيمي وويل، څو مياشتې مخکې د کرکت بورډ له خوا دوى ته يو رسمي ايميل د اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي په لاسليک او د اپريشن د مشر فيروز خان له خوا وشو.

نوموړي زياته کړه، په دې ايميل کې کرکټ بورډ له دوى غوښتي و چې له دې وروسته دې د کال درې ميليونه ډالره هغه هم په نغده توګه ورکړل شي.

ابراهيمي وايي، چې د کرکټ بورډ دغه غوښتنه د تېر لس کلن قرارداد خلاف وه او غير قانوني غوښتنه يې کوله ، نو دوى د يوې مياشتې مخکې کرکټ بورډ ته نوټس ورکړ، چې بل سپانسر پيدا کړي او دوى قرارداد فسخ کوي.

هغه وايي، د ٢٠١٩ زېږديز کال په فبرورۍ مياشت کې دوى له کرکټ بورډ سره قرارداد فسخ کړ او د فسخ کولو ايميل د سرپرست اجراييوي رييس اسدالله خان له خوا شوى.

خو اسدالله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې دا قرارداد فسخ شوى، هغه  مهال دى اجراييوي رييس نه و.

الکوزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دوى غواړي بيا له کرکټ بورډ سره قرارداد وکړي وويل: (( هو ولې نه ، که چېرې له موږ څخه کرکټ بورډ د سپانسرشپ لپاره بيا غوښتنه وکړي ؛ نو نظر اوسني د مارکېټ شرايطو ته او د پخواني لس کلن قرارداد اصل ته په کتلو سره حتماً بيا ورسره کومکونه پيلوو. ))

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، کله چې دوى په ٢٠١١ کال کې هېڅ مالي ملاتړ نه درلود، لومړى يې اتصالاتو سره قرارداد وکړ.

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( زه بيا له کرکټ بورډه ولاړم، خو چې څو کاله پس بيا راغلم، بيا ادارې کوم قرارداد نه درلود، نو بيا مو له الکوزي شرکت سره  قرارداد وکړ.))

دانش وايي، دا ډېر مهم ده ځکه چې الکوزى افغاني شرکت و، يو نوم و، مهمه وه، چې افغاني کمپنۍ سپانسر کړي،ترڅو نورې کمپنۍ هم تشويق شي او د کرکټ مالي ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وينا، کرکټ بورډ له الکوزي  شرکت څخه درې ميليونه ډالر غوښتي وو، خو هغوى ونه منل او له دې سره کرکټ بورډ تاوان وکړ، کرکټ بورډ بايد بل سپانسر پيدا کړى واى، بيا يې له الکوزي زياتې پيسې غوښتې واى.

دانش وايي، د کرکټ بورډ رهبرۍ د افغانستان کرکټ بورډ ته دوه نيم ميليونه ډالر تاوان ورکړ، ډېر د خواشينۍ ځاى دى.

ده زياته کړه : (( ما دوه ځلې د کرکټ ادارې مشري وکړه، سپانسر نه و چې پيدا کول يې سخت کار دى او   الکوزي ته مو هره پروژه چې ورکوله، هغوى په ډېر ښه کيفيت سره ترسره کړې ده.))

د هغه په وينا، الکوزي شرکت د کرکټ په پرمختګونو کې مهمه ونډه لرله، د کابل لوبغالي کې پويلين ، څوکۍ او نور ډېر کارونه او پروژې يې تر سره کړې دي، اکاډمي ګانې يې جوړې کړې دي، دوى بايد نه واى خپه کړل شوى.

دانش وايي، د ادارې له هغو چارواکو بايد پوښتنه وشي چې ولې يې له الکوزي شرکت سره قرارداد فسخ  کړ،  کرکټ او ادارې ته يې زيان ورساوه .

خو د کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزى وايي چې له الکوزي سره پر نويو غوښتنو او وړانديزونو خبرې کول دده شخصى پرېکړه نه وه، دا د ټولې ادارې پرېکړه وه.

هغه زياته کړه : (( له الکوزي سره مو ډېرې ناستې کړې وې، ځکه چې د لس کلن قرارداد له مخې، په هرو درېيو کلونو کې بايد دا قرارداد وارزول شي او حالاتو ته په کتلو بايد د پيسو لوړولو کې تغيير راولو. ځکه چې دوه نړيوال جامونه مخې ته وو، د افغانستان د کرکټ ارزښت لوړ شوى و، بايد سپانسر هم لوړ شوى واى. ))

خو بايد وويل شي چې الکوزي سره د١،٣ ميليونه ډالرو قرارداد فسخ کولو وروسته کرکټ بورډ د نړيوال جام لپاره له يوې هندي کمپنۍ (امول) سره د ١٥٠ زرو ډالرو قرارداد وکړ.

شفيق ستانکزى وايي، چې د بوديجې له کمښت سره مخ وو، ځکه يې يو وړانديز او غوښتنه وکړه، نه د قرارداد فسخ کول.

نوموړى وايي، دوى هغه مهال د مارکېټ ارزونه کړې وه  او ټوله اداره په دې پرېکړه کې شريکه وه ، د بورډ د غړو غونډو کې هم پرې بحث شوى و، چې قرارداد کې بدلون راوستل شي.

ستانکزي زياته کړه : (( کله چې الکوزي قرارداد فسخ کړ، زه هم حيران شوم، الکوزي له افغان کرکټ سره ډېره مرسته کړې  او په سخت وخت کې يې د کرکټ ملاتړ کړى دى. ))

د هغه په وينا، الکوزي شرکت ته يې داهم ويلي و چې له دوى سره هم د ١،٣ ميليونه ډالرو قرارداد ساتي، خو د نړيوال جام لپاره به بل غټ سپانسر پيدا کوي.

له الکوزي څخه د نغدو پيسو غوښتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې شفيق ستانکزي وويل، چې دوى الکوزي ته پروپوزل ورکاوه، پيسې به يا هغوى او يا د کرکټ ادارې مصرفولې، خو کله کله په دې کارونو کې ستونزې پيدا کېدلې.

ده زياته کړه : (( موږ الکوزي شرکت ته په ٢٠١٨ کال کې وويل، که دولت ځمکه راکړه، نو پر هغې به يې ولګوو او که ونه شوه، دا پيسې به پر بهرنيو سفرونو ولګوو. ))

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.