کابل (پژواک، ٨ تله ۹۸): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د کانونو د ساتنې ګډې کمېټې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په ۲۲۰۰ ساحو کې د کانونو د غیرقانوني کیندنو مخه نیولې ده.
د کانونو د ساتنې ګډه کمېټه د کانونو او پټرولیم وزارت، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنیت ریاست، ولسي جرګې، د طبیعي سرچینو او چاپېریال کمېټې، د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې او امنیتي امنیت شورا له استازو جوړه شوې ده.
دغه کمېټه شاوخوا دوه کاله مخکې د هېواد د کانونو د امنیت ساتنې لپاره جوړه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفی پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج او په هغو سیمو کې چې قيمتي ډبرې او کانونه موجود وي، د کانونو د خپلسرو کیندنو، د منرالي موادو د قاچاق د لارو محدودول او معدني موادو د قاچاقبرانو د نیولو او پېژندلو په موخه جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، دې کمېټې تر اوسه د نهو ولایتونو په ۲۲۳۰ سیمو کې د ناقانونه کیندنو مخه نیولې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغې کمېټې د کابل به ۵۸۴، د پنجشېر په ۲۳۰، د کونړ په ۷۰، د پروان په ۱۰۹، د لغمان په ۷۵، د کاپیسا په ۳۷، د ننګرهار په ۲۲۶، د هرات په ۲۸ ساحو او سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو په ساحه کې د ۸۷۱ ناقانونه کیندنو مخه نیولې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په نورو ساحو کې چې ناامنه وې او د وزارت کارکوونکي ورته لاسرسی نه لري، هم ناقانونه کیندنې ترسره کېږي.
دغه راز مطفي وویل، د کانونو د امنیت ساتنې لپاره ۳۰۰۰ کسیزه قطعه جوړه شوې او دغه سرتېري د مس عینک کان، د امو سیند د نفتي حوزې، د مزارــ شبرغان پایب لاین او د بدخشان د کران و منجان لاجوردو د کان د ساتنې لپاره ګومارل شوي دي.
د ده په خبره، د کانونو د ساتنې ګډې کمېټې د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو ترڅنګ د هغو کاني سیمو د کمېدو لپاره چې د خطر له ګواښ سره مخ دي، پلان جوړوي.
نوموړي وویل: ((د کانونو او پټرولیم وزارت د دې کمېټې په همکارۍ د هغو سیمو چې غیر قانوني کیدنې په کې ترسره کېږي او یا د خطر له ګواښ سره دي، نوملړ جوړ او د ملي امنیت له شورا سره یې شریک کړی دی، څو یې یاده شورا په عملي کېدو د ناقانونه کیندنو مخه ونیسي.))
دغه راز نوموړي د نوملړ په اړه له جزئیاتو پرته وویل، کمېټې د هغو کسانو لېست چې په غیرقانوني کیندنو کې لاس لري، هم ملي امنیت شورا ته سپارلی دی.
د مطفی په خبره، کله چې د معدنکارۍ یوه پروژه د استخراج لور ته ځي، دغه کمېټه مسوولیت لري چې په هغې ساحه کې یې د امنیت ساتنې لپاره اقدام وکړي او د کانونو وزارت د هغو کارکوونکو امنیت وساتي چې سروې ترسره کوي.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه په ۱۴۰۰ محلونو کې بېلابېل کانونه پېژندل شوي دي.
دغه وزارت په هېواد کې د کانونو ارزښت درې تریلیونه امریکايي ډالره اټکل کړی ده.










