ګردېز (پژواک، ۱۸ تله ۹۸): پکتيا کې د بڼوالۍ د زنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه پيل شوه چې د مسوولينو په خبره، په ياده برخه کې به د پنځو کلونو په اوږدو کې ۷۵ ميليونه ډالر ولګول شي.
ياده پروژه د پلازمېنې کابل په ګډون په پکتيا، ننګرهار، کونړ، لغمان، لوګر، پکتيکا، خوست، غزني، ميدان وردګ او باميان ولايتونو کې پلې کېږي چې په ګردېز کې يې د زون دفتر پرانيستل شو او مالي لګښت يې د اسيا پراختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
د يادې پروژې عمومي مسوول احمد فريد رايت پژواک ته وويل چې د دې پروژې پلې کولو لپاره لومړی له بزګرانو سره همغږي او د هغوی د وړانديزونو، ستونزو او غوښتنو په نظر کې نيولو سره په ټاکل شوې برخه کې ورته کار کېږي.
رايت وايي چې د ولايتونو لپاره ځانګړې بودجه نه ده ټاکل شوې، بلکې هر ولايت چې په اړوند برخه کې ډېر کار وکړ، هغومره پيسې ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((هيله مو دا ده چې د دې پروژې په واسطه وکړای شو چې د باغداري محصولاتو ته خدمت وکړو، چېرته چې کم وي، زيات يې کړو، چېرته چې کم کيفيته وي، باکيفيته يې کړو.))
د پکتيا والي شميم خان کټوازي ياده پروژه د کرنې د عصري کېدو، د بزګرانو د کرنيزو محصولاتو د زياتېدو او بازارموندنې په برخو کې مهمه بولي او ټينګار کوي چې په ښه ډول پلې کېدو لپاره به يې له ټولو لارو چارو کار واخيستل شي.
کټوازي پژواک ته وويل چې د پکتيا ډېری خلک په کرنه بوخت دي او د کرنيزو محصولاتو باکيفيته کېدو، زياتېدو او بالاخره يې په بازار کې پلور او فابريکو کې ورڅخه د استفادې جدي اړتيا ده.
نوموړی وايي: ((دا پروژه د دهقان تقريباً ټولو غوښتنو ته رسېدګي کوي، د باغ په جوړولو، د نورو محصولاتو په تخمونو، پيکینګ، سړو او شنو خونو جوړولو، متشبث ورته پيدا کولو او قوي کولو کې کار کوي.))
بلخوا بزګران او بڼوال وايي، په بېلابېلو برخو کې يې محصولات زيات شوي، خو د پلور لپاره يې مناسب بازار نه لري.
د دوی له ډلې يوه بزګر ظفر د سړو او شنو خونو جوړېدل ډېر اړين بولي او وايي چې بزګرانو ته د کرنيزو توليداتو د پلور او ساتنې د مناسبو ځايونو جوړېدل اساسي اړتيا ده.
ده وويل: ((سږ کال د بارانونو په وسيله حاصلات ډېر ښه شوي، له غنمو يې ونيسه تر انګورو، مڼو، پياز، کچالو او بانجانو پورې، اما بازار نشته. باور وکړئ دهقانانو ته هغه پيسې هم نه پوره کوي چې خواري يې کړې ده.))
د مڼو يو تن بڼوال محمدولي وايي، د اوبه خور عصري سيستم جوړېدل مهم ضرورت دی او زياتوي چې بزګرانو او بڼوالو ته بايد د عصري کرنې اسانتياوې برابرې شي.
login or register a new account.