منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د پولیو درېیمه پېښه ثبت شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو درېیمه پېښه ثبت شوې چې له دې سره په ټول هېواد کې دغه پېښې ۱۹ ته ورسېدې.

دغه پېښه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رمباسي کلي کې یو نهه میاشتنی ماشوم د پولیو په ناروغي اخته شوی دی.

هغه زیاته کړه، ډنډ کندهار ښار ته نږدې ګڼ مېشته سیمه ده چې دغه پېښه د ماشومانو لپاره جدي ګواښ دی.

د ده په خبره، له دې سره په روان کال په کندهار کې د پولیو پېښو شمېر ۳ او په ټول هېواد کې ۹ ته ورسېد.

نوموړي په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلی کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه وبلل چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰ زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

نصرت ځيې نورې ستونرې هم دغلته د پولیو د پېښو د ډېرېدو د لاملونو په توګه یادوي.

دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ هم یو لامل دی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

هغه د دې تر څنګ یادونه کوي چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

خو د د ده په وینا، د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

دی زیاتوي، د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی، د هغوی له خوا په دې اړه فتواګانې صادرې شوې، پر همدې بنسټ یې له وسله والو طالبانو او خلکو هیله دا ده چې د ستونزو جوړولو پر ځای له دوی سره د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي، ځکه ماشومانو ته د هغوی د راتلونکي روغ ژوند په خاطر واکسین ورکول شرعي مکلفیت دی.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، له دې پېښې وروسته یې له همکارو

روغتیايي بنسټونو سره په ګډه بېړنۍ ناسته رابللې ده.

دی وايي، پرېکړه شوې چې په ډنډ ولسوالۍ کې له خطر سره مخامخ ماشومانو ته د پولیو واکسین ځانګړی پروګرامه پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ تر یوه کلن ځنډ وروسته په کندهار او سوېلي زون کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین پیل شو.

تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د روغتیايي بنسټونو پر فعالیتونو بندیز لګولی و چې له امله یې د واکسین کمپاین هم درېدلی و.

د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال له پيل راهیسې د هېواد په کچه د پولیو د پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد چې ۳ په کندهار، ۵ په هلمند، ۸ په اروزګان، ۱ په ننګرهار، ۱ په پکتیکا او ۱ په کونړ کې ثبت شوي دي.

په تېر ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا