جلال اباد (پژواک، ۱۲ لړم ۹۸): د نورستان والي وايي، د دغه ولايت د پرمختګ، بيارغونې او اقتصاد د پياوړتيا په موخه يې څلور کلن پلان جوړ کړی چې ۹۵ سلنه د ولسمشر له لوري منظور شوی دی.
دی وايي، په دغه څلور کلن پلان کې ياد ولايت ته د سيلانيانو د راتګ لپاره د زمينې برابرول، د برېښنا د وړو بندونو، سړکونو، دولتي تاسيساتو، ښوونځيو او ګڼو نورو برخو کې د رغنيزو چارو پيلوا شامل دی.
حافظ عبدالقيوم دا څرګندونې د لړم په ۱۲مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال په جلال اباد ښار کې وکړې .
نوموړی وايي، دې ولايت کې د سيلانيانو لپاره ښکلي طبيعي منظرې، غرونه، ځنګلونه او د اوبو بندونه موجود دي چې په کې د لارو د جوړېدو، هلته د سيلانيانو د اوسېدو لپاره د اسانتياوو د برابرولو له امله به ياد ولايت د سيلانيانو په مرکز بدل شي.
د نوموړي په وينا، اوس يې هڅې پيل کړي چې دغه ولايت ته د سيلانيانو پام واړوي چې په لومړي قدم کې مرکز پارون کې يو هوټل جوړ شوی، د بل کار روان دی او دغه راز ځينو ولسواليو کې هم په خصوصي توګه هوټلونه جوړيږي.
ده زياته کړه، په دې څلور کلن پلان کې د ولايت د بيارغونې، پراختيا، حکومتي ادارو د کارونو ښه والی، د ښوونځيو د ودانيو رغول، د سړکونو رغونه، له مرکز سره د ولسواليو نښلول او نور مهم کارونه شامل دي.
د عبدالقيوم په وينا، اوس مهال د دغه ولايت د لوېديځې برخې د ولسواليو خلک ۴۰۰ سوه کيلومتره مزل کوي او بيا وروسته مرکز ته رسېږي او دغه راز د ختيځو ولسواليو خلک ۳۵۰ کيلومتره مزل کوي، خو تازه يې په دوو لارو کار پيل کړی چې د لوېديځ خلک به په ٦٠ کيلومتره او د ختيځ خلک به په ۷۰ کيلومتره مزل کولو تر مرکز رسيږي.
هغه وويل، په څلور کلن پلان کې د دغو دواړو سړکونو چې اوس يې يوازې د رامنځته کولو کارونه پيل شوي بيا به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
نوموړي په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره هم د خپلو هلو ځلو خبر ورکوي او وايي، تازه يې يو شمېر ولسواليو ته د سيمه ييزې اردو ټولي منظور کړي چې تر ټرينګ اخيستو وروسته به په دندو پيل وکړي.
د نورستان والي دغه راز د روغتيايي خدماتو په اړه وايي چې تر پخوا په کې ډير تغيرات راغلي دي.
ده زياته کړه: ((موږ اوس په ټول نورستان کې داسې روغتون نه لرو چې حادې ناروغۍ په کې تداوي شي؛ خو د ولايتي روغتون کارونه پيل شوي چې ژر به پای ته ورسيږي، دغه راز ولسواليو کې هم درې مجهز روغتونه جوړ شوي او د مور او ماشوم د مړينې لپاره مو په درېيو دورو کې ۴۸ قابلې روزلي چې تر پخوا د مور او ماشوم مړينه ډېره کمه شوې ده.))
حافظ عبدالقيوم په دې مرکه کې د اوبو د مهارولو په اړه هم خپلې طرحې او پلانونه شريک کړل چې په وينا يې د وړو سربندنو د جوړېدو په اړه يې د برېښنا شرکت او اوبو او برېښنا وزارت سره شريک کړي دي.
هغه وايي، نورستان د ۵۷۰ کيلومتره په اوږدوالي بېلابېل سيندونه لري چې د وړو سربندونو په جوړېدو سره به نه يوازې نورستان، بلکې ګاونډي ولايتونه لغمان او کونړ او حتی ننګرهار ته هم برېښنا ورکړي.
ده زياته کړه، نورستان د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو زيات شمېرکانونه هم لري چې د لويو قراردادونو وړ نه دي او د ګټې اخيستنې لپاره يې د کانونو وزارت ته د وړو قراردادونو ورکړې طرحه وړاندې کړې ده.
والي وويل: ((نورستان داسې کانونه نه لري چې لويو قراردادونو باندې ورکړل شي، نو موږ مرکز ته طرحه وړاندې کړه چې ځايي خلکو ته په وړو قراردادونو ورکړل شي دا چاره به د امنيت د ټينګښت، د معدن د قاچاق د مخنيوي او خلکو ته د کار موندنې سبب شي.))
حافظ عبدالقيوم مني چې اوسمهال يو شمېر هغو سيمو کې قاچاقبرو او وسله والو په لوی لاس نا امني جوړه کړې چې کانونه په کې موجود دي.
دی وايي، د ښوونځيو د ودانيو رغولو هڅې يې هم ګړندۍ کړي چې اوسمهال د اقراء برنامې له لارې د څلوېښتو ښوونځيو کارونه روان دي او د پاتې نورو ښوونځيو ودانۍ به هم تر راتلونکو دوو کلونو ورغول شي.
د نورستان والي له نړيوالو موسسو ګيله وکړه چې دغه ولايت ته يې پاملرنه ډېره کمه ده او يوازې د خوړو د نړيوال سازمان يا WFP پرته نورو هېڅ موسساتو دې ولايت کې کار نه دی کړی.
نورستان د هېواد په ختيځ کې لرې پروت غرنی ولايت دی چې ۷ ولسوالۍ لري او ډېره برخه يې غرونو پوښلې ده. د دې ولايت خلک ډېر کله د واورو د ورښت له امله ستونزو سره لاس او ګريوان وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










