منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۶ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

​مدني فعالانو په کرکټ بورډ کې د پراخو اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۸): يو شمېر مدني فعالانو د افغانستان د کرکټ اداره کې وروستيو ستونزو او ناسمو پرېکړو ته په کتو د دې ادارې له مشره وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

په ټولنيز شبکو کې وروسته له هغه د کرکټ په اړه اندېښنې او نيوکې زياتې شوې چې د کرکت بورډ مشر فرهان يوسفزي اصغر ستانکزى يو ځل بيا د ملي لوبډلې د ټولو لوبډلو د مشر په توګه وټاکه.

اصغر چې له تېر نړيوال جامه مخکې له لوبـډلمشرۍ لرې شو او پر ځاى يې ګلبدين نايب وټاکل شو، خو په دې کار سره په ملي لوبډله کې بې اتفاقي پيدا شوه، يو شمېر کسانو له ګلبدين سره مخالفت وکړ او په پايله کې يې په نړيوال جام کې افغانستان ټولې لوبې بايلودې.

يو شمېر مدني فعالانو د لېندۍ په ١٤مه په کابل کې د يوې خبري غوندې پر مهال د کرکټ بورډ د وروستيو پرېکړو غندنه او ورسره يې خپل مخالفت څرګند وکړ.

مدني فعال عبدالوکيل عشرتي وويل چې په کرکټ کې سياسي لاسوهنې زياتې شوې دي چې له امله يې پر ملي لوبډلې او لوبغاړو ناوړه اغېزه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د همدې لاسوهنو او ناسمو پرېکړو له امله د رامنځته شويو ستونزو او شخړو له امله د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزی بايد له خپلې دندې استعفى ورکړي.

عشرتي وايي چې د کرکټ بورډ په څېر ملي ادارو کې بايد د شخصي اړيکو پاللو پر ځای د وړتيا او ازاد رقابت له لارې خلک پر دندو وګومارل شي.

په ورته وخت کې عشرتي د کرکټ بورډ پر پخواني عمومي رييس عاطف مشعل هم تور پورې کړ چې د کرکټ بورډ په چارو کې لاس وهنې کوي.

هغه پر ولسمشر هم نيوکه وکړه چې ناسم کسان يې د کرکټ ملي ادارې ته په راس کې ټاکلي او له هغه يې وغوښتل چې ژر تر ژره په دې ملي اداره کې اصلاحات رامنځته کړي.

دغه راز په دې خبري ناسته کې بل مدني فعال اجمل پاچا وويل له يو کال راهيسې کرکټ بورډ سياسي اړخ موندلی او د کرکټ او ولس ترمنځ اړيکه پيکه شوې.

هغه له ولسمشره وغوښتل چې د کرکټ بورډ اداره دې ژر تر ژره د ولس او لوبغاړو په خوښه جوړه او له دغه حالته دې وژغوري.

بل مدني فعال نظر محمد مراد وويل، که د کرکټ بورډ اداره کې بدلون را نه شي، په داسې حال روانه وي نو په راتلونکي کې به هېڅ د کرکټ په نوم پاتې نه شي.

هغه له کرکټ بورده غوښتنه وکړه چې په هر ولايت کې دې د کرکټ اکاډمي جوړه کړي او له لارې دې نوي لوبغاړي وروزي.

د کرکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان له ټاکل کېدو وروسته پخواني لوبډلمشر ګلبدين نايب ورسره کلک مخالفت وښود او اعلان يې وکړ چې د هغه په مشرۍ نوره لوبه نه کوي.

د ولسمشر ستر سلاکار او د کرکټ ادارې د بورډ غړي ضياءالحق امرخېل هم د کرکټ بورډ پر مشر فرهان يوسفزي نيوکه وکړه چې له دوى سره له مشورو پرته يې خپلسرې پرېکړې کړې دي.

هغه په ټويټر کې ليکلي: ((د کرکټ ادارې مشر فرهان يوسفزى د کرکټ په الف او ب نه پوهېږي، ډېرى مهال رخصت وي او خپلې ادارې ته پاملرنه نه کوي.))

نوموړي زياته کړې چې په داسې حالاتو کې دى له ولس سره درېږي.

پژواک اژانس هڅه وکړه چې د يادو مدني فعالانو د نيوکو په غبرګون کې د کرکټ بورډ نظر واخلي، خو د دې ادارې وياند فريد هوتک ټيلېفون ته ځواب ورنه کړ.