کابل (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۸): د جرمن – افغان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر وايي، د دې خونې د جوړېدو موخه د هېواد توليدات جرمني او اروپا ته رسول او تر څنګ يې د جرمني تکنالوژي او پانګوال افغانستان ته د پانګونې لپاره هڅول دي.
د جرمن – افغان د سوداګرۍ او صنايعو خونه نن په کابل کې پرانيستل شوه. د پرانيستې په مراسمو کې يې په کابل کې د جرمني د سفير په ګډون څو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او پانګوالو ګډون کړی و.
د يادې شوې خونې مشر جلال الدين سعيد وويل: “موږ صنعتي افغانستان غواړو، غواړو د افغانستان توليدات او صنعت جرمني او له لارې يې اروپا ته ورسوو؛ تر څنګ يې غواړو جرمن پانګوال وهڅوو چې زموږ په هېواد کې پانګونه وکړي.”
هغه زياته کړه، جرمني په نړۍ کې يو له صنعتي هېوادونو څخه دی او پانګوال يې په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي.
د ماليې وزارت سرپرست همايون قيومي وويل، د جرمن – افغان د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيسته د هېواد اقتصادي پياوړتيا لپاره مثبت ګام دی چې له لارې به يې افغان او جرمن پانګوال خپلې تجربې او فکرونه يو له بل سره شريک کړي.
هغه زياته کړه: “په جرمني کې خصوصي سکټور د پام وړ پرمختګ کړی، موږ بايد د هغو له فکر او تجربو ښه ګټه واخلو او په دې کار به د دواړو هېوادونو تر منځ شته اړيکې لا پياوړې شي.”
په کابل د جرمني سفير پتر پروګل (Peter Prugel) وويل چې د دې خونې په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اړيکې لا پياوړې او د دواړو هېوادونو پانګوال به وهڅول شي تر څو په ګډه کار وکړي.
دی زياتوي: “له دې سره سره چې دا د جرمني هېواد کومه رسمي خونه نه ده، خو موږ هڅه کوو له لارې يې د دواړو هېوادونو او پانګوالو تر منځ اړيکې پياوړې شي.”
په سياسي او ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضياءالحق امرخېل هم د دې خونې پرانيستل د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه اقدام وباله او ويې ويل: “دا يو نېک او له خيره ډک کار دی، ځکه دغه پانګوال زموږ د هېوادوالو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کوي.”
د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مشر شېرباز کمين زاده وويل، د خونو د جوړېدو موخه بايد دا وي چې بهرنۍ پانګې هېواد ته راجلب او د هېواد توليدات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
دی زياتوي، له بده مرغه په هېواد کې د جګړې او فقر له امله په تېرو څو کلونو کې ۳۵۰ زره افغانان چې کاري پانګه ده، له هېواد بهر شوي او شاوخوا شپږ ميليارده امريکايي ډالر يې له ځانه سره له هېواده وړي دي.
د ده په وينا، که چېرې په هېواد کې د پانګونو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې شي، نو له هېواده به د ځوانانو د تېښتې مخه ونيول شي او له دې کاري ځواکه به د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخيستل شي.










