جلال اباد (پژواک، ٢٨ لړم ۹۸): د افغانيو د ترويج په اړه د ننګرهار ولايتي ادارې له وروستۍ پرېکړې وروسته د دغه ولايت خلک د نرخونو ناثابتوالي ته اندېښمن دي او وايي، که کلدارې بندې شي نو دوکانداران به د کلدارو پر ځای په هماغه اندازه افغانۍ ترې اخلي.
دوی وايي، همدا اوس هم که يوې سيمې ته د تګ کرايه پنځوس کلدارې وي، نو افغانۍ ترې پنځوس اخيستل کېږي، دغه راز که خوراکي توکي کيلو په سل وي، په ډېر کم توپير کې ترې افغانۍ اخيستل کېږي.
د اقتصادي چارو پوهان هم پر دې باور دي چې د کلدارو د مخنيوي لپاره دې پر افغانيو نرخونه ثابت وټاکل شي او عامو خلکو ته دې د کلدارو په پرتله د افغانيو راکړې ورکړې کې ګټه برابره شي، افغانۍ خپله ترويج پيدا کوي.
خو د ننګرهار ولايتي اداره بيا وايي، د هر څه لپاره نرخونه ټاکل کېږي او تر ډېره کوښښ کېږي چې د کلدارو په پرتله افغانۍ کمې وټاکل شي.
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی وحيدالله چې په يوه دولتي اداره کې مامور دی، وايي پخوا چې یې معاش اخيسته، په کلدارو يې بدلاوه نو د کورنۍ چاره يې روانه وه خو که اوس په افغانيو راکړه ورکړه شي، معاش کم دی او نرخونه به هماغه کلدارې په افغانيو بدلې شي چې بيا به يې د کور چاره نه کېږي.
عبدالقهار چې د سره رود له ولسوالۍ جلال اباد ښار ته هره ورځ د کار په موخه تګ راتګ کوي وايي، موټر کې ترې ۸۰ کلدارې اخيستل کېږي او که اوس افغانيو ته اوړي نو ښايي پنځوس يا شپېته افغانۍ ترې واخيستل شي چې د دوی لپاره زيان ده.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر که څه هم وايي چې د افغانيو ترويج د دوی او د ټول ولس غوښتنه ده خو ولايتي اداره بايد د افغانيو له ترويج مخکې نرخونه کنټرول کړي.
دی وايي، اوس مهال خلک د افغانيو په پرتله په کلدارو کې خپله ګټه ځکه ګوري چې نرخونه ټيټ دي خو که افغانيو ته اوړي او نرخونه لوړېږي نو دا چاره به ستونزمنه وي چې افغانۍ ترويج شي.
د ننګرهار مدني فعالان چې د افغانيو د ترويج لپاره يې کمپاينونه ترسره کړي هم ټينګار کوي چې بايد نرخونه ثابت وټاکل شي.
د دوی له ډلې شکيب شريفزی وايي، خلکو ته بايد د افغانيو د راکړې ورکړې په برخه کې اسانتياوې او ګټې برابرې شي؛ ځکه که هغوی د کلدارو په پرتله په افغانيو کې ګټه ګوري خپله افغانۍ کاروي.
نوموړی زياتوي: ((يو وخت چې افغانۍ د کلدارو په پرتله دومره لوړې نه وې، نو خلکو به کلدارې پر افغانيو بدلولې، بيا به يې د مبايل کارت پرې اخيست، خو اوس چې نرخونه برابر شوي، ټول خلک يې په کلدارو اخلي، خلک په هر څه کې خپله ګټه ګوري.))
د اقتصادي چارو کاروپوهان هم د افغانيو د ترويج لپاره د نرخونو پر ثابتوالي ټينګار کوي او وايي، عامه خدمات، ترانسپوټ او د غذايي موادو نرخونه بايد کنټرول شي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد بشير دوديال وايي، ولايتي اداره بايد د دې چارې لپاره لومړی نرخونه کنټرول کړي، بيا ولس ته د افغانيو د استعمال ګټې برابرې کړي؛ ځکه کله چې ولس په افغانيو کې خپلې ګټې ګوري نو بيا افغانۍ اخلي.
خو دننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د نرخونو د کنټرول لپاره ښاروالۍ او ټرانسپورټ ادارو ته دنده ورکړل شوې چې له سوداګرو سره په ګډه کار وکړي څو نرخونه د افغانيو په پرتله کم وټاکل شي او تطبيق يې کړي.
هغه پژواک ته وويل، هڅه کېږي که کرايه سل کلدارې وي، څلوېښت وټاکل شي او کوم عامه خدمات چې په سل کلدارو ترسره کېږي څلوېښت افغانۍ شي چې خلک افغانيو ته مخه کړي.
ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې وياند شاکر الله ساپي هم پژواک اژانس ته وويل چې دوی په دې اړه له سوداګرو سره سلا مشورې پيل کړي چې افغانيو ترويج برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د هغه په خبره تازه سوداګرو پرېکړه وکړه چې په پرچون پلورونکو دوکاندارانو به مالونه په افغانيو خرڅوي چې دوکانداران خپله ګټه په افغانيو کې وويني او توکي په افغانيو خرڅ کړي.
ننګرهار يو له هغو ولايتونو دی چې له کلونو راهيسې په کې کلداره د راکړې ورکړې لپاره استعمالېږي.
د ننګرهار ترڅنګ په لغمان، خوست او پکتيا ولايتونو کې هم د افغانيو د ترويج لپاره په پراخه کچه هڅې پيل شوې دي او تر ډېره بريده په خوست کې عملي شوې هم ده.
د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک ته وويل، ولايتي اداره په دې اړه ډېره جدي ده او ګړندۍ هلې ځلې يې پيل کړې دي.
نوموړي وايي، د هغو هټۍ والو په اړه چې په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوي او هغه صرافان چې له خلکو سره د کلدارو په تبادله کې زياتی کوي، نو د ولايت دفتر ریاست اړوند د ۱۰۷ شمېرې سره اړیکه ونيول شي.
هغه زياته کړه، د شکایت کوونکي هویت پټ ساتل کېږي او سرغړوونکو سره به د هټۍ د بندیدو ترڅنګ قانوني چلند کېږي.










